په لاره چې ځئ لاس مو ولې خوځوئ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89797-په_لاره_چې_ځئ_لاس_مو_ولې_خوځوئ
زمونږخبریال وايي موږ ټول چې په لاره ځو او روان یو نو خپل لاس خوځو يا ښوروو، کم څه هم دې کار ته موږ پام نه کوو ځکه چې ورسره عادت يو، خو که فکر وکړو او د ځان څخه پوښتنه وکړو چې په لاره د تګ په وخت کې ولې خپل لاس ښوروو، په خپل ذات کې د بيرون څخه دا منطقي کار نه ښکاري، ولې يو سړی د حرکت په وخت کې خپل لاس ورسره وښوروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 10:41 Asia/Kabul
  •  په لاره چې ځئ لاس مو ولې خوځوئ؟

زمونږخبریال وايي موږ ټول چې په لاره ځو او روان یو نو خپل لاس خوځو يا ښوروو، کم څه هم دې کار ته موږ پام نه کوو ځکه چې ورسره عادت يو، خو که فکر وکړو او د ځان څخه پوښتنه وکړو چې په لاره د تګ په وخت کې ولې خپل لاس ښوروو، په خپل ذات کې د بيرون څخه دا منطقي کار نه ښکاري، ولې يو سړی د حرکت په وخت کې خپل لاس ورسره وښوروي.

دا پوښتنه ډېر زيات وخت کېږي چې د ساینسپوهانو په ذهن کې ځای لري، په دې هکله ډېر فکرونه بيا شوي دي، ډېرې زياتې تيوري ګانې مطرح شوې دي خو ډېری یې دې مسلې ته په روښنايي راوړلو کې پاتې راغلې/راغلي دي، خو په دې وروستيو کې ساینسپوهانو د انسان د پياده حرکت او لاسونو د ښورولو په هکله نوې او دقيقې څېړنې ترسره کړې.

د ميشيګن د پوهنتون څخه ساینسپوهانو لس کسان چې روان و او لاسونه یې ورسره ښورول، تر څېړنې لاندې ونيول، وروسته ساینسپوهانو د دوی د لاسونو ددې حرکت په پايله کې مصرف شوې انرژي اندازه کړه، دا انرژي د پام وړ انرژي وه، هغه کسان چې د پلي تګ په وخت کې خپل لاسونه نه ښوروي د هغه کسانو په پرتله چې د پلي تګ په وخت کې خپل لاسونه ښوروي ۲۰ سلنه زیاته ميتابوليک انرژي مصرفوي.

پوهان وايي چې د تګ په وخت کې د لاسونو نورمال حرکت دا دی چې کله مو چې ښۍ پښه په مخ کې وي، چپ لاس مو هم بايد په مخ کې وي، او که چپه پښو مو مخکې وي بيا مو ورسره ښی لاس هم بايد مخکې وي.

که داسې وي چې چپه پښه مو په مخ کې وي او ورسره مو چپ لاس هم مخکې روان وي نو دا د بدن لپاره يو سخت حرکت غوندې تمامېږي، د نورمال حرکت او لاس ښورونې خلاف دا ډول حرکت مو د نورمال حرکت څخه ۲۶ سلنه زياته انرژي مصرف کوي.

ساینسپوهانو په خپلو څېړنو کې دا هم وموندل چې د لاسونو نه ښورول هم ممکن نه دي، که په شعوري ډول يو انسان هڅه وکړي چې د پياده يا پلي تګ په وخت کې خپل لاسونه ونه ښوروي نو ددې شخص انرژي به د پخوا په نسبت لا ډېره مصرف شوې وي.

ساینسپوهانو په دې بسنه ونه کړه او ددې کسانو چې تجربه او څېړنه ورباندې کېده، لاسونه یې ورباندې د دوی د بدن سره وتړل تر څو په شعوري ډول لاسونه د حرکت څخه منعه نه کړي، په دې ډول ساینسپوهانو غوښتل چې په داسې ډول چې د دوی لاس هېڅ انرژي مصرف نه کړي نو د نورمال حرکت سره به د دوی د انرژي د مصرف توپیر څه وي؟

کله چې ساينسپوهانو په دوی دا تجربه ترسره کړه ویې ليدل چې په دې حالت کې هم دوی د نورمال حرکت څخه اوه سلنه زیاته انرژي مصرف کوي.

نو په دې ډول پوه شوو چې د لاسونو په طبعي ډول همداسې غځېدل او د حرکت سره ښورېدل د انرژي تصرف رامنځته کوي، ځکه په دې حالت کې لاسونه لاندې غځېدلي پراته دي د کنټرول لپاره یې کومه انرژي نه مصرف کېږي او د وجود د حرکت سره خپل ريتميک تګ ته دوام ورکوي خو که يې د کنټرول لپاره لږ هڅه هم وشي دا به د يوې اضافي انرژۍ مصرف وي.

په ځانګړي ډول کله چې د حرکت په وخت کې زموږ پښې په ځمکه لګېږي په دې وخت کې يوه انرژي مصرف کوي او فشار ورباندې راځي، د لاسونو دا ريتميک حرکت ددې سبب کېږي چې دا فشار يو څه سره توازون پيدا کړي، پوهان وايي چې د لاسونو دا ډول حرکت د فلج ناروغانو او يا هم د پارکينسون د ناروغانو لپاره بیا تر بل هرچا زياته ګټه لري او د تداوۍ پروسه یې تېزوي.