ایران د غیرقانوني افغان کډوالو په هکله ځینې خبرسازۍ دروغ وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89894-ایران_د_غیرقانوني_افغان_کډوالو_په_هکله_ځینې_خبرسازۍ_دروغ_وبللې
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې اړه خپاره شوي خبرونه په کلکه رد کړل چې ګني د افغانستان یوشمیر ښاریز د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا له هري روده په تیریدو سره افغانستان ته په ستنولو مجبور کړې شوي او له پیښې سره مخامخ شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 01:07 Asia/Kabul
  • ایران د غیرقانوني افغان کډوالو په هکله ځینې خبرسازۍ دروغ وبللې

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې اړه خپاره شوي خبرونه په کلکه رد کړل چې ګني د افغانستان یوشمیر ښاریز د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا له هري روده په تیریدو سره افغانستان ته په ستنولو مجبور کړې شوي او له پیښې سره مخامخ شوې دي.

سید عباس موسوي پرون له ایران سره په سرحدي سیمه کښې یوشمیر افغانستاني ښاریزو ته د حادثې پیښيدو په هکله د ځینو پردیو رسنیو د فضاجوړونې د دوام په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کښې ټینګار وکړ چې ایران له افغانستان سره خپلې پولې، د صلحې او دوستۍ سرحدونه ګڼي او د متقابل احترام په اساس له افغانستان سره د دوستانه او ورورولیزو اړیکو د دوام لپاره پر خپلې ارادې او هوډ ټینګار کوي.

موسوي څرګنده کړه: په ایران پورې د دې موضوع د بې ارتباط والي سره سره، د افغانستان د چارواکو غوښتنې ته په پام سره د ایران خارجه وزارت د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو په بنیاد د ورورولیزو اړیکو په وجه په تهران کښې د افغانستان سفارت ته په یو رسمي یادداشت کښې د مطرح شویو ادعاؤ د څیړلو لپاره له افغانستاني لوري سره د ګډې ملګرتیا لپاره په ایران کښې د اړوندو چارواکو چمتووالی اعلان کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي پولیسو د اعلان له مخې، د ایران د پوله ساتونکو له خوا سیند ته د یوشمیر افغان ښاریزو د غورځولو په هکله د ځینو دښمن شبکو له خوا د یو کلپ له خپریدو وروسته بې له ځنډه دغه موضوع وڅیړله شوه او په شویو تحقیقاتو کښې معلومه شوه چې دغه ډول خبرونه صحت نه لري.