امریکا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون د څو اړخیز پالنې د پیاوړتیا په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشمم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په خلاف ورزۍ کولو او د نورو هیوادونو په ګواښلو سره نړیوال حقوق تر پښو لاندې کړي دي .
هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا په غیر رسمي او اینټرنیټي غونډې کښې چې د دوهم (۲) نړیوال جنګ د ختمیدا د اته اویایمې (۷۸) کلیزې په مناسبت وشوه هغو درسونو ته په اشارې سره چې باید د دوهمې (۲) نړیوالې جګړې له ترخې تجربې ترلاسه کیدلای وویل د نړیوالو حقوقو د سیسټاماټیکې مسخره کولو یو(۱) ژوندی مثال د امریکا لخوا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ او د دغه پریکړه لیک د خلاف ورزۍ کولو لپاره د نورو هیوادونو پرضد د واشنګټن له شرم څخه ډک ګواښونه او یا له دې ورته اقداماتو سره مخامخ کیدل دي .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په پاې کښې په دې خبرې سره چې څو اړخیز پالنه له ډیرو چیلنجونو سره مخ ده ټينګار وکړ دنیا باید هڅه وکړي د قانون واکمنۍ د قدرت او د ملګرتیا د سیاست د ټکر ځای ناستی شي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د مي د میاشتې په ۸ نیټه په یواړخیزه ډول د ملګروملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک او اټومي تړون کښې د لیکل شویو ژمنو په خلاف ورزۍ سره خپل هیواد له دغه نړیوال تړون څخه وویست او د ایران پرضد یې اټومي بندیزونه له سره ولګول .
د نړۍ ډیرو هیوادونو او دغه راز د امریکا خلکو د ولسمشر ترمپ دغه اقدام په کلکه وغاند .