ایراني چارواکو د یوشمیر سمندري ځواکونو د شهادت تسلیت ووایه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د هیواد د پوځ د سمندري ځواک د یوشمیر غړو د شهادت په هکله تسلیت ویلې دي.
ولسمشر حسن روحاني پرون د ایران د پوځ مشر قومندان جنرال سید عبدالرحیم موسوي ته په يو پيغام کښې د هیواد د ملي امنیت د زیاتولو او د دفاعي تیارۍ د ساتنې او پياوړې کولو په لړ کښې د سمندري مانورې د ترسره کولو په وخت د یوشمیر ځواکونو د شهادت په وجه د تسلیت ویلو په ترڅ کښې د دې پیښې د زخمیانو لپاره د روغتیا او عاجلې شفا دعا وکړه.
د ویلو ده چې د ایران د پوځ سمندري ځواک پرون وویل چې د کنارک په نامه د دغه ځواک سپکه ملاتړیزه کشتۍ د یکشنبې په مازیګر د جاسک او چابهار په سمندرونو کښې د مشقونو په وخت له پيښې سره مخامخ شوه او په کښې د دغې کشتۍ نولستنه ځواکونه شهیدان او ۱۵ نور زخمي شول.
د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني هم د وطن د ساتونکو ځواکونو د میړانې په قدرونې او د دغې غمناکې پيښې د مختلفو اړخونو د څیړل کیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره، د تسلیت پيغام جاري کړی دی.
هم داشان د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز محمد باقري، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار حسین سلامي، د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په جلاجلا پيغامونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د یوشمیر کسانو د شهادت په وجه د ټولو قواؤ مشر قومندان حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي او د شهیدانو کورنیو ته مبارکي او تسلیت ووایه.