د ایران دغوای د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له الکاظمی سره په ټیلی فونی تماس کې وویل ایران به د تل په شان د عراق د خلکو او حکومت په څنګ کې وي .
کیهان
دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د کنارک د وړکوټی جنګی کشتۍ د پیښې د شهیدانو انځورونه چاپ کړی دی او لیکلی یې دی چی په نوموړی پیښه کې ۱۹ کسان شهیدان او ۱۵ نور هم ژوبل شوی دي .
ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی د ایران د پوځ د سمندري ځواک د عمومي اړیکو دفتر د هیواد په جنوب کښې د چابهار او د جاسک د اوبو په عمومي سیمه کښې د یوې سپکې جنګي کشتۍ لپاره د پیښې د رامینځته کیدا څرنګوالي ته په اشارې سره وویل د سمندري ځواکونو د یوشمیر کوچنیو کشتیو لخوا د سمندري مانورې د ترسره کیدا په وخت له پیښې وروسته د سمندري ژغورنې او مرستتدویه ډلې د پیښې ځاې ته ورغلې او شهیدان او ژوبل کسان یې له کشتۍ وویستل او روغتونونو ته یې منتقل کړل .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له الکاظمی سره په ټیلی فونی تماس کې وویل ایران به د تل په شان د عراق د خلکو او حکومت په څنګ کې وي .
د فرانسې نړیوال راډیو وایی امریکا د کرونا په کړکیچ کې ماته وخوړه . کرونا په سانفرانسیسکوکې په واټونو کې د بی کوره کسانو شمیر درې برابره کړ .
په عربستان کی د بودجې د کمښت د جبرانولو لپاره ټیکسونه درې برابره زیاتیږي .
ابرار
د ایران د وسله وال لوی درستیز جنرال باقری وایی پاکستان د دریو ایرانی پوله ساتو د خوشي کولو لپاره پریکنده اقدام وکړی .
کرونا له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د مرتجع عربو شیخانو لپاره پلمه شوی ده .
د صیهونیسټی رسندویو د راپورونو له مخې د فارس خلیج د څنډې ځینې عربی هیوادونو کرونا له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو د دوام لپاره د پلمې په توګه انتخاب کړی ده .
د فوربس ایڼترنیټې سایټ لیکی چین په نړۍ کې د خپلو اډو په پراخولو بوخت دې .
ښاغلی روحانی د عراق د نوی لومړی وزیر په توګه الکاظمي ته مبارکې ورکړ.ورځپاڼه لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی په یوه پیغام کی مصطفی الکاظمي ته د مبارکی په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چی په ټولو زمینو کې د ایران او عراق ترمینځ ملګرتیا د دواړو ملتونو د متقابلو ګټو او په سیمه کی د سولې او ثبلات د ټینګولو په لړ کی پراخه او ژوره شی . روحانی د عراق د ملت او حکومت لپاره د سلامتیا ، بریالیتوب ، عزت او سرلوړیتوب ارزو وکړه . د عراق پارلیمان د می په اومه نیټه د مصطفی الکاظمی وړاندیزی کابینې اکثریت ته د باور رایه ورکړه ، په دې ډول الکاظمی په رسمی توګه د عراق لومړې وزیر شو.
اطلاعات
د ایران د حکومت ویندوی علی ربیعی وایی مذهبی ځایونه او اصناف د روژې له مبارکې میاشتې وروسته پرانستل کیږي .
چامسکی وایی ټرمپ د کرونا د پراخیدا په پړاو کې د زرګونو امریکایانو د مرګ مسول دې .
د ناټو سرمنشی هم وایی کرونا له دوهم نړیوال جنګه وروسته تر ټولو ستر چیلنج دې .
په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو وروستې شمیر څلور میلیونه او ۱۹۳ زره دوه سوه څلوراتیا تنه اعلان شو .
موسوی وایی یوازې د امریکا رژیم د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ ویاړ کولې شی . د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی له ایټمی موافقې د واشنګټن د وتلو په اړه د امریکا د خارجه وزیر د وروستۍ ادعا په غبرګون کې جوته کړه یوازې یو یاغی رژیم د خپلو نړیوالو ژمنو په پښو لاندې کولو او د نړیوالوقوانینو په خلاف ورزۍ ویاړ کولې شی . مایک پمپیو د اسلامي ایران پرضد د دغه هیواد د چارواکو د بی اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره ادعا وکړه له برجام د واشنګټن له وتلووروسته نړۍ امنه شوی ده . د امریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په اتمه له ایټمی موافقې په یو اړخیزه توګه وتل اعلان کړل .