په اينېسټکس کښې معاملات د ايران لپاره قانع کونکي نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90090-په_اينېسټکس_کښې_معاملات_د_ايران_لپاره_قانع_کونکي_نه_دي
د ايران د خارجه وزير د اقتصادي ډېپلومېسۍ مرستيال وويل: په اوس حال کښې د اينسټکس له لارې تجارتي معاملات د ايران لپاره قانع کونکي نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2020 10:12 Asia/Kabul
  •  په اينېسټکس کښې معاملات د ايران لپاره قانع کونکي نه دي

د ايران د خارجه وزير د اقتصادي ډېپلومېسۍ مرستيال وويل: په اوس حال کښې د اينسټکس له لارې تجارتي معاملات د ايران لپاره قانع کونکي نه دي.

غلامرضا انصاري زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې اينسټکس له تېرو څو مياشتو راهسې له ايران سره يو لړ محدود فعاليتونه شروع کړي دي وويل: د ايران مرکزي بېنک غواړي چې اينسټکس فعال شي او د دغې مالي لارې چارې په ذريعې سره په راتلونکو وختونو کښې له اروپا څخه د ايران د اخېستنو لپاره استفاده وشي.

هغه د دې په اړه چې آيا اروپايان په اينسټکس کښې لازمي ملګرتياوې لري وويل، که څه اروپائي لوري ملګرتيا لري، خو د سامانونو ډول او اندازه محدوده ده، په داسې حال کښې چې پکار دے دغه مالي لاره چاره په ټولو برخو کښې د سامانونود تبادلې حالات رامنځته کړي.