ایران تل د عراق د مشرانو د ډله ییزې فیصلې ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان د عراق د مشرانو له ډله ییزې فیصلې د تهران د ملاتړ په دوام ټينګار وکړ .
هغه له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د عراق د نوي کابینې د کار په پیلیدا د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل د نوي لومړي وزیر په توګه د مصطفی الکاظمي انتخاب یوه(۱) کاملا عراقي موافقه ده او ایران په دې موضوع کښې د عراق د ملي پارلمان او د سیاسي چارواکو د فیصلې ملاتړ کوي .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې امریکا په عراق کښې د خپلو ګټو په تامینولو پسې ده وویل امریکا په ظاهره د مصطفی کاظمي د حکومت ملاتړ وکړ خو د پردې شاته بل اقدام ترسره کوي .
هغه د ایران او د سوریې د اړیکو په هکله وویل دواړه هیوادونه ستراتیژیکې اړیکې لري او دغه موضوع چې ایران اراده لرلي وي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له سوریې سره خپله ملګرتیا کمه کړي هیڅ سموالی نلري .
حسین امیر عبدالللهیان د فلسطین له خلکو د ایران د ملاتړونو په دوام ټینګار سره وویل ایران د قدس او د فلسطین د ازادولو او د صهیونیسټ رژیم د امنیت او د سولې له نیمګړو اقداماتو سره د مقابلې لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي او په نږدې راتلونکي کښې به د صهیونیسټ رژيم ناجایز واکمنان د ایران د مقابلې د اقداماتو اغیزونه به په ښه ډول احساس کړي .