قرقېزستان ته د ايران د درمليزو او روغتيائي سامانونو لېږد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90174-قرقېزستان_ته_د_ايران_د_درمليزو_او_روغتيائي_سامانونو_لېږد
د ايران د خراسان رضوي صوبې د قتصادي چارو د غږملتيا مرستيال قرقېزستان ته له کورونا سره د مقابلې لپاره د درمليزو او روغتيائي سامانونو د لېږد خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2020 06:50 Asia/Kabul
  • قرقېزستان ته د ايران د درمليزو او روغتيائي سامانونو لېږد

د ايران د خراسان رضوي صوبې د قتصادي چارو د غږملتيا مرستيال قرقېزستان ته له کورونا سره د مقابلې لپاره د درمليزو او روغتيائي سامانونو د لېږد خبر ورکړ.

د ايران د خراسان رضوي صوبې د اقتصادي چارو د غږملتيا مرستيال علي رسوليان نن له ايرنا سره په مرکه کښې وويل: دغه بشردوستانه سامانونه د درملو په اته پنځوس کاټنونو، د اېن ۹۵ ډوله ماسکونو، د درې لايه ډوله ماسکونو، ګنونو، ايزوله يونيفارم، شېلډ، د جراحۍ دستانو او هېنډ راب په شان  د مختلفو روغتيائي سامانونودوه سوه شل کاټنونه شامل دي.

د دغه رپوټ له مخې د قرقېزستان د ټرانسپورټ وزير او د روغتيائي ادارې د وزير قائمقام په بېشکک کښې دغه سامانونه ترلاسه کړل.

له دې مخکښې هم د ايران له خراسان رضوي صوبې څخه له کورونا سره د مقابلې لپاره روغتيائي سامانونه تاجېکستان ته ولېزل شول.