مقاومت د اسرائیلو پرضد اغیزشیندونکي روده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90197-مقاومت_د_اسرائیلو_پرضد_اغیزشیندونکي_روده_ده
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل ایران د صهیونیسټانو د تیریو په مقابل کښې مقاومت او دریدا په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو په وړاندې ترټولو اغیزشیدونکی عامل او دفاعي روده ګڼي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2020 01:07 Asia/Kabul
  • مقاومت د اسرائیلو پرضد اغیزشیندونکي روده ده

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل ایران د صهیونیسټانو د تیریو په مقابل کښې مقاومت او دریدا په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو په وړاندې ترټولو اغیزشیدونکی عامل او دفاعي روده ګڼي .

هغه پرون مازیګر د قدس شریف په دوهمې (۲) نړیوالې غونډې کښې چې د ویډیو  کانفرنس له لارې ترسره شوه وویل مقاومت حاضردمه یوازنۍ لاره ده چې په وسیله یې د لویدیځې اسیا ستره شخړه حل کیږي او د هغه پراساس  د اسرائیلو سرطاني دانه له مینځه ځي او د فلسطین حقیقي وسیدونکي خپلو طبیعي حقونو ته رسیږي .

امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې په تیرو کلونو کښې د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په لړ کښې ستر حرکتونه ترسره شوي دي وویل ایران هماغه راز د قدس له ایډیل څخه خپلو ملاتړونو ته دوام ورکوي .