سبا د قدس د نړيوالې ورځې ستره غونډه په آنلائن توګه جوړيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90238-سبا_د_قدس_د_نړيوالې_ورځې_ستره_غونډه_په_آنلائن_توګه_جوړيږي
د کورونا وائرسو د خپرېدو او په فيزيکي غونډو کښې د محدوديت په وجه د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د فلسطين د ملاتړ ستره نړيواله غونډه سبا د جمعې په ورځ په آنلائن توګه جوړيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 09:56 Asia/Kabul
  • سبا د قدس د نړيوالې ورځې ستره غونډه په آنلائن توګه جوړيږي

د کورونا وائرسو د خپرېدو او په فيزيکي غونډو کښې د محدوديت په وجه د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د فلسطين د ملاتړ ستره نړيواله غونډه سبا د جمعې په ورځ په آنلائن توګه جوړيږي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران انقلابي خلق او د نړۍ نور آزادي غوښتونکي خلق د فلسطين د ملاتړو په ستره نړيواله غونډه کښې د ګډون لپاره کولې شي www.qudsday.net نومې نړيوال او څو ژبې لرونکي سائيټ ته په مراجعه کولو سره د نوم په ثبتولو سره د نړۍ د نوروملتونو ترڅنګه په دغه سترې او شاندارې نړيوالې غونډه کښې شرکت وکړي او د قدس نړيوال ورځ ونمانځي.