که چیرې فارس خلیج امنه وي نو ګټه یې ټولو ته رسیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي وویل که چیرې فارس خلیج امنه وي د سیمې ټول هیوادونه به له دغه امن څخه ګټه پورته کړي خو که چیرې فارس خلیج ناامنه شي د ټولو هیوادونو لپاره به سیمه ناامنه وي .
امیر حاتمي په بندرعباس کښې د «دنا» جنګي بیړۍ د جوړیدا او په وسلو د سمبالیدا او دغه راز د صبا په نوم د ماینونو د موندلو د کشتۍ د جوړیدا د اخري پړاونو د لیدو په ترڅ کښې وویل د فارس خلیج حوزې هیوادونه د دغه سیمې د امنیت د تامینولو او ټينګولو مسول دي او د ګاونډیو هیوادونو لخوا سیمې ته امریکا ته د ورتلو اجازې ورکول یوه (۱) ستراتیژیکه غلطۍ ده .
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي وویل د کابو سلو( ۱۰۰) کلونو تجربه د دې ښودنه کوي پردي هیوادونه تل په فارس خلیج کښې د امنیت د رامینځته کولو په پلمه په دغه سیمه کښې د کړکیچ د رامینځته کولو او د ناامنۍ د جوړولو عاملان دي .
هغه زیاته کړه پردي هیوادونه په فارس خلیج کښې د کړکیچ په رامینځته کولو او له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو او بیا د فارس خلیج د هیوادونو لپاره د امنیتي اړوندالي د رامینځته کولو له لارې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو او په سیمه کښې د خپلو اډو د ساتلو هڅه کوي .
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي په دې خبرې سره چې د هیواد سمندري ځواک د ایران د اوبو د ساتلو په ډګر کښې خپل قدرتمن مقام تثبیت کړی دی او په اقتدار سره په نړیوالو اوبو کښې د سمندري ماموریتونو په ترسره کولو کښې ګډون لري وویل د ایران د سمندري ځواک قدرتمن شتون په سمندرونو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موضوع کښې د ډاډ وړ تکیې ځاې پیژندل کیږي .