امریکا ستره شیطانه او د شر سرچینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90437-امریکا_ستره_شیطانه_او_د_شر_سرچینه_ده
د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکې د پولیسو له خوا د یو تورپوستي د وژل کیدو په غبرګون کښې امریکا ستره شیطانه او د شر سرچینه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 03:27 Asia/Kabul
  • امریکا ستره شیطانه او د شر سرچینه ده

د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکې د پولیسو له خوا د یو تورپوستي د وژل کیدو په غبرګون کښې امریکا ستره شیطانه او د شر سرچینه وبلله.

محمد باقر قالیباف پرون په خپل ټویټر کښې د یو تورپوستي ښاریز په قتل کښې د امریکې د پولیسو بشري ضده اقدام ته په اشارې سره ولیکل: کوم هیواد چې ظالمانه سیاسي، قضايي او اقتصادي جوړښت یې له کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کښې جنګ او کودتا او فقر او توکمپالنې او شکنجې او ورور وژنې او اخلاقي فساد ته هوا ورکوي او په هیواد کښې دننه توکمپالنه، لوږه او سپکاوی او په زانګون سره مرۍ خپه کول دودوي، د هغه نوم که ستر شیطان نه دی نو بیا څه دی؟ امریکا د شر سرچینه ده.