اسلامي انقلاب د پانګوال نظام لپاره مهمه سیاله بیلګه دې
قالیباف د دې خبرې په کولو سره چی یولسم پارلیمان ځان د شهید قاسم سلیمانی د لارې دوام او د مقاومت چورلیز د توان زیاتولوته ژمن بولی ، جوته کړه له ترهه ګرې امریکا سره په چلند کې د ایران د پارلیمان سټراټیجۍ د شهید سلیمانی د وینې د غچ د کړۍ بشپړول دی او له سیمې د امریکا د ترهه ګر پوځ تر بشپړه وتلو دوام لري .
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کې زیاته کړه د ایران له اسلامی جمهوری نظام سره په خپلو ټولو استخباراتی ، سیاسی ، اقتصادی او رسندوی اوزارونو سره دسلطې د نظام د دښمنۍ اندازه او سختوالې ډیره ښه د د مسلې ګواه ده چی نن اسلامی انقلاب توانیدلې دې د نړۍ د پانګوال نظام سره مهمه سیاله بیلګه شی .
قالیباف د دې خبرې په کولو سره چی یولسم پارلیمان ځان د شهید قاسم سلیمانی د لارې دوام او د مقاومت چورلیز د توان زیاتولوته ژمن بولی ، جوته کړه له ترهه ګرې امریکا سره په چلند کې د ایران د پارلیمان سټراټیجۍ د شهید سلیمانی د وینې د غچ د کړۍ بشپړول دی او له سیمې د امریکا د ترهه ګر پوځ تر بشپړه وتلو دوام لري .
هغه پر دې په ټینګار سره چی د ایران پارلیمان د فلسطین له ملت ، د لبنان له حزب ا... ، حماس ، جهاد اسلامی او یمن له مظلومو خلکو ملاتړ دوام خپله ملی او انقلابی دنده بولی ټینګار وکړ تل د عراق د خلکو ، حکومت او مرجعیت په څنګ کې یو او له هغو سره هر ډول ملګرتیا ته چمتو والې لرو .