اروپایی اتحادیه باید د امریکاپه وړاندې په خپلې دندې عمل وکړی
حسن روحانی نن له خپل فن لینډی همڅنګ سالی نینیسته سره په ټیلی فونی خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چی برجام د څو اړخیز پالنې په زمینه کې ښه بریا وه ، زیاته کړه له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو اقدام د امنیت شورا د پریکړه لیک او د نړیوالو قوانینو و سیاسی عرف او درستو اخلاقی ژمنو خلاف وو .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل اروپایی اتحادیه باید د امریکاد غیرقانونی اقداماتو په وړاندې په خپلې دندې عمل وکړی .
حسن روحانی نن له خپل فن لینډی همڅنګ سالی نینیسته سره په ټیلی فونی خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چی برجام د څو اړخیز پالنې په زمینه کې ښه بریا وه ، زیاته کړه له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو اقدام د امنیت شورا د پریکړه لیک او د نړیوالو قوانینو و سیاسی عرف او درستو اخلاقی ژمنو خلاف وو .
روحانی پر دې په ټینګار سره چی اریان له ایټمی اژانس سره ښه ملګرتیا کوی ، وویل له بده مرغه امریکایانو په هیڅ مرحله کی روغ نیت ندې ښودلې .
د فنلیڼد ولسمشر هم له تهران سره د اړیکو په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ .