د امام خمیني رح د رحلت په هکله تسلیت وایو
زمونږخبریال وايي نن د چهارشنبې ورځ د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه(۱۴) ، د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د کوچني اختر د میاشتې یولسمه (۱۱) او د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون د میاشتې دریمه (۳) نیټه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت له یودیرشمې (۳۱) کلیزې سره سمون خوري .
یودیرش (۳۱) کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد لارښود روح الله موسوي خمیني رحمت الله علیه له اوه اتیا (۸۷) هڅانده او ناستړي کیدونکي ژوند وروسته وفات شو .
امام خمیني رح د ایران د شاه له ظالم رژیم او په هیواد کښې د امریکا له لاسوهنو سره خپلې مبارزې له دیارلس سوه دوه څلویښتم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال څخه پیل کړې او بالاخره د شاه رژیم لخوا ترکیې او بیا عراق ته جلاوطن کړی شو .
امام خمیني رح په عراق کښې په دیارلس (۱۳) کاله جلاوطنۍ کښې د ډیرو شاګردانو په روزلو سربیره په ایران کښې د امریکا د ناجایزو ګټو او د شاه رژیم د فاسد ماهیت په ایشوا کولو بوخت شو او د روښانه کونکو اعلامیو په خپرولو سره یې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې .
بالاخره د مبارزې له اوج ته رسیدا او فرانسې ته د امام خمیني رح له هجرت او بیا ایران ته د هغه په پرتمین ډول له راستنیدا وروسته د ایران اسلامي انقلاب په دیارلس وه اوه پنځوسم (۱۳۵۷) هجري لمریز کال کښې بریالی شو .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به نن د رسنیو له لارې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د یودیرشمې(۳۱) کلیزې په مناسبت په ژوندۍ بڼه وینا وکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت مراسم چې هر کال د امام خامنه اي په وینا سره د امام خمیني رح په سپیڅلي حرم کښې ترسره کیدل روان کال په غونډو باندې د بندیز په وجه له کورونا سره د مبارزې د ملي کمیټۍ د روغتیايي حکمونو ته په پام سره نه ترسره کیږي .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صدا وسیما د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې په مناسبت تاسو ټولو ګرانو لوستونکو ته تسلیت وايي