طاهریان اومیرمن لیونزد افغانستان د حالاتو په اړه ټیلی فوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90530-طاهریان_اومیرمن_لیونزد_افغانستان_د_حالاتو_په_اړه_ټیلی_فوني_خبرې_وکړې
د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې او نړۍ د یوه اغیزشیندونکی هیواد په توګه تل د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د بحرانونوپه سیاسی او خبرو اترو له لارې په اواری پسې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2020 01:23 Asia/Kabul
  • طاهریان اومیرمن لیونزد افغانستان د حالاتو په اړه ټیلی فوني خبرې وکړې

د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې او نړۍ د یوه اغیزشیندونکی هیواد په توګه تل د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د بحرانونوپه سیاسی او خبرو اترو له لارې په اواری پسې دې .

 زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان په چارو کې داسلامی ایران د خارجه وزیر ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان  د افغانستان په چارو کی د ملګرو ملتو د عمومی منشی له نوی ستازۍ میرمن دیبوره لیونز سره ټیلی فونی خبرې وکړې .

طاهریان په دغو ټیلی فونی خبرو کې د افغانستان د بدلونونو په اړه د اسلامی ایران د خارجه وزیر د اقداماتو په سپړلو سره د ملګرو ملتو د فعالیدا ، د بین الافغانی خبرو اترو د هڅولو ، د اساسی قانون چوکاټ ته پام  او درستو لورو د دغه ګډ پیغام د ورلیږلو په ضرورت چی یوازنۍ حل لاره سیاسی ده چی په افغانستان کې موجود اختلافات او مشکلات حل کولې شی ، ټینګار وشو .

د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې او نړۍ د یوه اغیزشیندونکی هیواد په توګه تل د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د بحرانونوپه سیاسی او خبرو اترو له لارې په اواری پسې دې .