امریکابلاخره هم پخپلو کړو پښمانه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90559-امریکابلاخره_هم_پخپلو_کړو_پښمانه_کیږي
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، دا تاسو یعني ټرمپ سره اړه لري چې کله غواړئ له نړیوالې ایټمي موافقې خپل وتل اصلاح کوئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2020 12:11 Asia/Kabul
  •   امریکابلاخره هم پخپلو کړو پښمانه کیږي

د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، دا تاسو یعني ټرمپ سره اړه لري چې کله غواړئ له نړیوالې ایټمي موافقې خپل وتل اصلاح کوئ .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  خبرواترو لپاره  تهران  ته د امریکا  دولسمشر دتلویحي وړاندیز وروسته نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  وئیلي دي ،ایران او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې نور لوري  هیڅکله  هم د خبرواترو له میزه  نه دي تښتیدلی .

 جواد ظریف پخپل دغه پیغام کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په وتلو کې  د امریکا بدعهدیو او  نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پابندیو ته په اشارې سره د امریکا   ولسمشر ډونالډټرمپ ته په خطاب کې  لیکلی دي ، دتاسو   سلاکارانو چې تر دې دمه زیاتره ویستل شوي دي ، احمقانه اقدامات او جواري کړې ده .

 د ایران خارجه وزیر  زیاته کړې ، دا تاسو یعني ټرمپ  سره اړه لري چې کله  غواړئ  له نړیوالې ایټمي موافقې  خپل وتل اصلاح کوئ .

Image Caption

 

 د  امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ  پخپل رسمي ټویټیري پاڼې کې  د امریکائي بندي  مائيکل وایټ   دخوشي کولو لپاره د ایران  پر قدرونې سربیره ،  ایرانیو چارواکو ته په  خطاب کې وئيلي دي ، یوې سترې موافقې ته درسیدو لپاره  دامریکا له انتخاباتو وروسته  وخت ته انتظار مه کوئ .

د امریکا ولسمشر همداراز په دې ادعاسره چې د امریکا د۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به بریالی شي،زیاته کړې ده،له ښه موافقه  به ترلاسه کړي .