د بندیانو مبادله له چا سره د خبرو نتیجه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90560-د_بندیانو_مبادله_له_چا_سره_د_خبرو_نتیجه_نه_ده
چې د امریکائي او ایرانیو بندیانو په خوشي کیدا پسې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټویټری پیغام کې د امریکا ئي بندي مائيکل وایټ دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره ایرانیو چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ،د یوې سترې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته منتظر مه کیږئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2020 00:13 Asia/Kabul
  • د بندیانو مبادله له چا سره د خبرو نتیجه نه ده

چې د امریکائي او ایرانیو بندیانو په خوشي کیدا پسې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټویټری پیغام کې د امریکا ئي بندي مائيکل وایټ دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره ایرانیو چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ،د یوې سترې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته منتظر مه کیږئ .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې  لیکلي  دي ،  د ایران اوامریکا ترمینځ د بندیانو مبادله   د کومو خبرواترو نتیجه نه ده او  په راتلونکي کې به هم  له امریکا سره هیڅ ډول خبرې اترې ونشي .

 علی شمخاني پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي ، د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ   حالات ، هغه که په نړیوالو مخامخیدنو کې  وي او که  د کرونائي بحران  په بې منطقه  مدیریّت کې  وي او که  د امریکا  په داخل کې د توکمپالنې د اور دلمبو په زیاتولو کې وي ، دومره  خراب دي ،  چې  دهغه ټیم  د هغه لباهر  د  پلان شوو بریالیتوبونو  له تولیدولو او ډرامو پرته بله چاره نه لري .

د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د پنجشنبې په شپه پخپل ټولنیز پیغام کې  د امریکا له بنده  د مجید طاهري  د خوشی کیدا په تائيد سره لیکلي وو ، دغه بهیر د ټولو بندیانو لپاره  رامینځةکیدلی شي .

 مجید طاهري  د امریکا  له خوا د ایران ضد یواړخیزو بندیزونو دخلاف ورزۍ په جرم  شپاړس میاشتې په بند محکوم شوی ؤ .

 داپه  داسې حال کې دي چې  د امریکائي او ایرانیو بندیانو په خوشي کیدا پسې د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټویټری پیغام کې د امریکا ئي بندي مائيکل  وایټ  دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره  ایرانیو  چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ،د یوې  سترې موافقې د ترلاسه کولو لپاره  د امریکا  دولسمشرۍ  له انتخاباتو وروسته  وخت ته منتظر مه کیږئ . هغه همداراز په دې ادعا سره چې   د امریکا د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به بریالی شی زیاته کړې ده ،  لاښه موافقه به ترلاسه کړي .