د IAEA نوی راپور د سختو څارونکو فعالیتونو ښودنه کوي
په دغه راپور کې د ایران له خوا د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې او موقتي اجرا او د آژانس له خوا په ایران کې د وئيل شوو ایټمی موادو د نه انحراف د سختو څارنو پر دوام او د ایران د مناسبې ملګرتیا پر دوام هم ټينګار شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ په ویانا کې دیره په نړیوالو ا ورګانونو کې داسلامی ایران دایمي استازي کاظم غریب آبادي بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس نوی راپور هم ددغه آژانس د ډيرو سختو څارونکو فعالیتونو د دوام ښودنه کوي او هم دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ د ځنډولو په باب دخپلو فیصلو په اجرا کې د ایران اقدامات انځوروي .
کاظم غریب آبادي وئيلي دي ، په دغه راپور کې د ایران له یوسل دیرشو ټنو څخه یو سل دوه د یرش اعشاره شپږ ټنو ته د درندو اوبو د تولید د زیاتولو او همداراز د څيړنې اوپراختیا په کرښو کې په آئي آر -۴ ، آئي آر -۵، آئي آر -۶، آئي آر ایس ، آئي آر ایس -۶ او دغه راز د آئي آر -۲ ایم تجهیزاتو سره د یورانیمو دپخولو پشمول د نوو ایټمی تخنیکي بدلونونو ته اشاره شوي ده.
غریب آبادي همداراز دا یټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په وسیله په ایران کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د سختو څارونکو اقداماتو اجرا ته په اشارې سره وئيلي دي ، په دغه راپور کې د ایران له خوا د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې او موقتي اجرا او د آژانس له خوا په ایران کې د وئيل شوو ایټمی موادو د نه انحراف د سختو څارنو پر دوام او د ایران د مناسبې ملګرتیا پر دوام هم ټينګار شوی دی .