امریکا پر ایران د زیاتره دباؤ سیاست ته دوام ورکوي
برایّن هوک د ایران په ضد ددباؤنو له زیاتولو د واشنګټن اصلي موخه ،دخبرواترو میز ته کاږلو ته د تهران مجبورول بللي او وئيلي ئې دی ، امریکا له ایران سره د یوې نوي ایټمی موافقې غوښتنه کوي .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي برایّن هوک بیګاپه یولړڅرګندونو کې ټينګارکړی،د واشنګټن به په اسلامی ایران د لازیاتو دباؤنو په اعمالولو مشتمل خپل سیاست ته دوام ورکړي .
برایّن هوک د ایران په ضد ددباؤنو له زیاتولو د واشنګټن اصلي موخه ،دخبرواترو میز ته کاږلو ته د تهران مجبورول بللي او وئيلي ئې دی ، امریکا له ایران سره د یوې نوي ایټمی موافقې غوښتنه کوي .
امریکا د ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه نیټه له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلو وروسته ، د ایران په ضد ددباؤ د اعمالولو لپاره هراړخیزو دباؤنو ته مخه کړې ده .
د واشنګټن چارواکو وئيلي دي ،د ایران په ضد زیاتره دباؤ له سیاسته موخه، له تهران سره،یوې داسې نوي موافقې ته رسیدل دي چې په هغې کې د امریکا د خوښې وړ درستو مسئلو ته پام شوی وي .
د ټرمپ د حکومت چارواکي په داسې حال کې له ایران سره د خبرواترو او د نوي موافقې ډنډورې وهي ، چې واشنګټڼ تیر کال په غیر قانوني توګه له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې څخه چې ددغو خبرواترو مقصد ته درسیدو لپاره څوکاله هلې ځلې شوي وي ،وتلی او بیرته ئې د ایران په ضد ایټمي بندیزونه لګولي دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خانه اي د تیر کال دجون په شپږویشتمه نیټه د ایران د قضایه قوې له مشر ، مسئولانو قاضیانو او کارکونکو سره په کتنې کې ، دخبرواترو لپاره دامریکا د وړاندیز اصلي موخه ، دایران د اقتدار د عواملو حذفول او دملت تش لاسه کول بللي او وئیلي ئې وو ، امریکایان اوس په وحشت سره د ایران د ملت د اقتدار له عواملو څخه ویره لري وړاندې راشي ، پر دې اساس غواړي په خبرواترو سره ، د ایران د ملت له لاسه د اقتدار دغه عوامل واخلی څو بیا چې څه غواړي د ایران د ملت په سرئې وغورځوي .
اسلامی ایران د مقاومت د جبهې د یوه اصلي غړي په توګه ، په سیمې کې د امریکائي صهیونیسټي چورلیزي اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کې اساسي رول لوبوي .