امریکا پر ایران د زیاتره دباؤ سیاست ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90565-امریکا_پر_ایران_د_زیاتره_دباؤ_سیاست_ته_دوام_ورکوي
برایّن هوک د ایران په ضد ددباؤنو له زیاتولو د واشنګټن اصلي موخه ،دخبرواترو میز ته کاږلو ته د تهران مجبورول بللي او وئيلي ئې دی ، امریکا له ایران سره د یوې نوي ایټمی موافقې غوښتنه کوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 06, 2020 01:15 Asia/Kabul
  • امریکا پر ایران د زیاتره دباؤ سیاست ته دوام ورکوي

برایّن هوک د ایران په ضد ددباؤنو له زیاتولو د واشنګټن اصلي موخه ،دخبرواترو میز ته کاږلو ته د تهران مجبورول بللي او وئيلي ئې دی ، امریکا له ایران سره د یوې نوي ایټمی موافقې غوښتنه کوي .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي برایّن هوک بیګاپه یولړڅرګندونو کې ټينګارکړی،د واشنګټن به په اسلامی ایران د لازیاتو دباؤنو په  اعمالولو مشتمل خپل سیاست ته دوام  ورکړي .

 برایّن هوک  د ایران په ضد ددباؤنو له زیاتولو د واشنګټن اصلي موخه ،دخبرواترو میز ته کاږلو ته د تهران مجبورول بللي او وئيلي ئې دی ،  امریکا  له ایران سره د یوې نوي ایټمی موافقې غوښتنه کوي .

امریکا د ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  وتلو وروسته ،  د ایران په ضد ددباؤ د اعمالولو لپاره  هراړخیزو دباؤنو ته مخه کړې ده .

 د واشنګټن چارواکو وئيلي دي ،د  ایران په ضد زیاتره دباؤ له سیاسته موخه، له تهران سره،یوې داسې  نوي موافقې ته رسیدل دي  چې په هغې کې د امریکا د خوښې وړ درستو مسئلو ته پام شوی وي .

د ټرمپ د حکومت  چارواکي په داسې حال کې  له ایران سره د  خبرواترو او د نوي موافقې ډنډورې وهي ، چې  واشنګټڼ تیر کال  په غیر قانوني توګه  له جامعې نړیوالې ایتمي  موافقې څخه چې  ددغو خبرواترو  مقصد ته درسیدو لپاره څوکاله هلې ځلې شوي وي ،وتلی او بیرته ئې د ایران په ضد ایټمي بندیزونه لګولي دي .

د  اسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمي سید علی خانه اي د تیر کال دجون  په شپږویشتمه نیټه د ایران د قضایه قوې له مشر ، مسئولانو قاضیانو او  کارکونکو سره په کتنې کې ،  دخبرواترو لپاره دامریکا د وړاندیز اصلي موخه ،  دایران د اقتدار د  عواملو حذفول  او  دملت  تش لاسه کول بللي او وئیلي ئې وو ، امریکایان اوس   په وحشت سره د ایران د ملت د اقتدار له عواملو څخه ویره لري  وړاندې راشي ، پر دې اساس  غواړي په خبرواترو  سره ،  د ایران  د ملت له لاسه   د اقتدار  دغه عوامل واخلی څو  بیا چې څه غواړي د ایران د ملت په سرئې وغورځوي .

 اسلامی ایران  د  مقاومت د جبهې  د یوه اصلي غړي په توګه ، په سیمې کې  د امریکائي صهیونیسټي  چورلیزي  اقداماتو او دسیسو سره  په مقابلې کې  اساسي رول لوبوي .