امریکا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې هیڅ حق نه لري
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د خپل امریکايي همرتبه څرګندونې ناسمې وبللې او ویې ویل: امریکا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې د هیڅ کار د پیلولو حق نه لري.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د خپل امریکايي همرتبه څرګندونې ناسمې وبللې او ویې ویل: امریکا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې د هیڅ کار د پیلولو حق نه لري.
مجید تخت روانچي پرون په یو ټولنیز پيغام کمښې وویل: په ملګرو ملتو کښې د امریکې سفیر باوري دی چې ګني دغه هیواد د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک تر ملاتړ لاندې د بندیزونو د بیا لګولو لپاره د ماشې د مکانیزم د استعمالولو حق لري.
روانچي ټینګار وکړ چې دا تیروتنه ده، امریکا له هغه وخته چې ډونلډ ټرمپ په ایټمي موافقه کښې د متحده ایالاتو ګډون ختم کړ، د دغې موافقې شریک نه شي ګرځیدې.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي څرګنده کړه: متحده ایالتونه چې د پریکړه لیک خلاف ورزي یې کړې، حق نه لري چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک لاندې هیڅ کار پیل کړي.