ایرانی ډاکټر: د واکسین د جوړولو په تور امریکا بندي کړم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90616-ایرانی_ډاکټر_د_واکسین_د_جوړولو_په_تور_امریکا_بندي_کړم
د امریکا د حکومت له خوا خوشي شوی ایراني ډاکټر اعلان وکړ چي د تهران د پوهنتون سره د سرطان ضد د واکسین د جوړولو په موخه یې همکاري کوله چي پر ایران د لګېدلي بندیزونو د سرغړونو په چټي تور امریکا بندي کړم.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 08, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • ایرانی ډاکټر: د واکسین د جوړولو په تور امریکا بندي کړم

د امریکا د حکومت له خوا خوشي شوی ایراني ډاکټر اعلان وکړ چي د تهران د پوهنتون سره د سرطان ضد د واکسین د جوړولو په موخه یې همکاري کوله چي پر ایران د لګېدلي بندیزونو د سرغړونو په چټي تور امریکا بندي کړم.

ایرانی ډاکټر مجید طاهري چي په امریکا کې تازه د بنده راخوشي شوی تهران ته د رارسېدو وروسته وویل: د سرطان ضد واکسین د جوړولو هڅو کې یې ځکه برخه واخیسته چي خپلو ایرانی وطنوالو سره یې روغتیایي مرسته خپله اخلاقي او ملي وظیفه ګڼله.

طاهری دې ته په اشارې سره چي د امریکا د حکومت له خوا پر هغه باندې لګول شوی چټي تور،  په روغتیایي برخو کې پر ایران د لګېدلي بندیزونو نه سرغړونه وه، د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د چارواکو له هڅو څخه یې مننه وکړه.

د خارجه وزارت د کنسولي چارو معاون حسین جابری انصاری د دغه ایراني ډاکټر د راخوشي کېدو په مراسمو کې وویل: له بده مرغه د امریکا ظالمانه او یواړخیز بندیزونو له امله د ایران د اسلامي جمهوریت ځینې وګړې د دوسیو او چټي تورونو ښکار ګرځېدلي دي.

د خبر پای/.