امریکا دې ځل دهیګ له نړیوالې محکمې هم کلنګ غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90691-امریکا_دې_ځل_دهیګ_له_نړیوالې_محکمې_هم_کلنګ_غواړي
د امریکا د ولسمشر دغه اجرائي فرمان خپل خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي ، ددغه هیواد له خزانې وزیر سره په مشورو سره ، د هیګ دنړیوالې محکمې د هغو چارواکو یو شمیر شتمنۍ چې په افغانستان کې ئې د امریکائي پوځيانو دجنایتونو په باب په څیړنو کې رول درلودلی وتړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 12, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • امریکا دې ځل دهیګ له نړیوالې محکمې  هم کلنګ غواړي

د امریکا د ولسمشر دغه اجرائي فرمان خپل خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي ، ددغه هیواد له خزانې وزیر سره په مشورو سره ، د هیګ دنړیوالې محکمې د هغو چارواکو یو شمیر شتمنۍ چې په افغانستان کې ئې د امریکائي پوځيانو دجنایتونو په باب په څیړنو کې رول درلودلی وتړي .

فارس خبري آژانس راپورورکړ ، د اسلامی ایران خارجه وزیر بیګا  د هیګ دنړیوالېمحکمي د څو چارواکو  د بایکاټولو لپاره د امریکا د فیصلې په غبرګون کې روښانه کړې ده ،  دهیګ نړیواله محکومه  اوس  د هغو ورانکارو له خوا چې له قانونه تښتي او ځانونه ډ يپلوماټ نوموي ، ګواښل کیږي .

جوادظریف پخپل ټولنیز پيغام کې  دامریکا ددغې فیصلې په رټلو سره  د واشنګټن د سرزوریو په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چپتیا هم سختې نیوکې کړي دي .

  دایران خارجه وزیر  وئيلي دي ،بله کومه پيښه باید رامینځةشي ، څو نړیواله ټولنه ویښه شي او  د دغو سرزورو په وړاندې د سترګو پټولو  نتیجو ته متوجه شي .

د امریکا ولسمشر ډ ونالډټرمپ  بیګا د یوه فرمان په  لاسلیک کولو سره  د هیګ دنړیوالې محکمې  په ضد د بندیز  داعمالولو مجوز صادر کړ. 

د امریکا د ولسمشر دغه اجرائي فرمان خپل خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي، ددغه هیواد  له خزانې وزیر سره  په مشورو سره ، د هیګ دنړیوالې محکمې  د   هغو چارواکو یو شمیر شتمنۍ  چې  په افغانستان کې ئې د امریکائي  پوځيانو  دجنایتونو په باب  په څیړنو کې رول  درلودلی وتړي .