امریکا دې ځل دهیګ له نړیوالې محکمې هم کلنګ غواړي
د امریکا د ولسمشر دغه اجرائي فرمان خپل خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي ، ددغه هیواد له خزانې وزیر سره په مشورو سره ، د هیګ دنړیوالې محکمې د هغو چارواکو یو شمیر شتمنۍ چې په افغانستان کې ئې د امریکائي پوځيانو دجنایتونو په باب په څیړنو کې رول درلودلی وتړي .
فارس خبري آژانس راپورورکړ ، د اسلامی ایران خارجه وزیر بیګا د هیګ دنړیوالېمحکمي د څو چارواکو د بایکاټولو لپاره د امریکا د فیصلې په غبرګون کې روښانه کړې ده ، دهیګ نړیواله محکومه اوس د هغو ورانکارو له خوا چې له قانونه تښتي او ځانونه ډ يپلوماټ نوموي ، ګواښل کیږي .
جوادظریف پخپل ټولنیز پيغام کې دامریکا ددغې فیصلې په رټلو سره د واشنګټن د سرزوریو په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چپتیا هم سختې نیوکې کړي دي .
دایران خارجه وزیر وئيلي دي ،بله کومه پيښه باید رامینځةشي ، څو نړیواله ټولنه ویښه شي او د دغو سرزورو په وړاندې د سترګو پټولو نتیجو ته متوجه شي .
د امریکا ولسمشر ډ ونالډټرمپ بیګا د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره د هیګ دنړیوالې محکمې په ضد د بندیز داعمالولو مجوز صادر کړ.
د امریکا د ولسمشر دغه اجرائي فرمان خپل خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي، ددغه هیواد له خزانې وزیر سره په مشورو سره ، د هیګ دنړیوالې محکمې د هغو چارواکو یو شمیر شتمنۍ چې په افغانستان کې ئې د امریکائي پوځيانو دجنایتونو په باب په څیړنو کې رول درلودلی وتړي .