ظريف ترکيې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90750-ظريف_ترکيې_ته_لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف بېګا د يو پلاوي په مشرۍ د ترکيې له چارواکو سره د کتنې او صلاح مشورو لپاره استنبول ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 00:13 Asia/Kabul
  • ظريف ترکيې ته لاړ

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف بېګا د يو پلاوي په مشرۍ د ترکيې له چارواکو سره د کتنې او صلاح مشورو لپاره استنبول ته لاړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ظريف په دغه دوه ورځني سفر کښې به د ترکيې له چارواکو سره د دوو اړخيزو تعلقاتو او د سيمې د وروستيو بدلونونو په ړه د نظر تبادله وکړي.

د ايران خارجه وزير به له استنبول نه پس ماسکو ته لاړ شي چې له خپل روسي هم رتبه سرګئ لاوروف سره د نړيوالو او سيمه ايزو تعلقاتو د وروستيو بدلونونو او د تهران – ماسکو د ملګرتياو د پراختيا په باره کښې صلاح مشورې وکړي.