د ایران د غبرګولی د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90840-د_ایران_د_غبرګولی_د_۲۹_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمانی فضلی ویلی دی دی له ټرمپ سره د خبرو اترو امکان نشته دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • د ایران د غبرګولی د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمانی فضلی ویلی دی دی له ټرمپ سره د خبرو اترو امکان نشته دې .

 

ګرانو میناوالو لکه څرنګه چی خبریاست پرون د شیعیانو د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت د غمجنې ورځې په مناسبت په ایران کې رسمی چټی وه نو ځکه ځینې ورځپاڼۍ ندی چاپ شوی دی اوخوځینو ورځپاڼو په انلاین توګه خپلې ګڼې چاپ کړی دی

رسالت

د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمانی فضلی ویلی دی دی له ټرمپ سره د خبرو اترو امکان نشته دې .

د ایران د قضائیه قوې مشر د سلطې د نظام په وړاندې د امریکا او اروپا د خلکو د حق غوښتونکي حرکت د حقوق پوهانو او پتمنو انسانانو د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ.

د جنوبی کوریا د اتحاد وزیر استعفا ورکړه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی موسوی وویل عربستان او امریکا په پیسو او زور سره په نړیوالو لارو چارو پورې ملنډې وهی  .

سید عباس موسوي په خپل ټویټرکی ولیکل: د ملګرو ملتو دارالانشاء د ایران خلاف د تورونو له مطرح کیدو یوازې یوڅو ورځې وروسته، په یمن کښې د سعودي ائتلاف په اقداماتو سترګې پټوي، هغه هم سره د دې له منلو چې دغه ائتلاف سلګونه یمني ماشومان وژلې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش سعودي ائتلاف د دغه سازمان له هغه تور لیسټه وویسته چې د ماشومانو په وژلې او د هغوي د حقوقو په خلاف ورزۍ کښې په رول لوبولو پورې اړوند دی.

د یمن روغتیا وزارت د رپورټ له مخې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کښې په یمن باندې د سعودي ائتلاف له حملې راهیسې د تیري ګر سعودي ائتلاف په حملو کښې ۷ زره او ۷۳۲ یمني ماشومان مړه او ژوبل شوي او دوه نیم میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شوې دي.

د لبنان لومړی وزیر وویل په دغه هیواد کی د کودتا لپاره هڅې ناکامه شوی دی او په دې اړه به ډیر اسناد خپری شی .

د عراق په شمال کی د داعش خطرناک قاچاقچی ونیول شو .

شمالی کوریا له ټرمپ سره د دوستۍ لاس شاته کړ او وایی چی د امریکا ژمنې چټی دي .

جام جم انلاین

ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  روحانی پر هیواد د امریکا له خوا لګول شوي غیر انساني بندیزونو ته په اشارې سره د هیواد د روغتیا وزارت او د مرکزی بانک له کارکردګیو څخه ستاینه وکړه .

دامریکا ولسمشر جان بولټن لیونی او نالایق وباله .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوي پیغام کښې د خپل ځان  په هکله د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب چې« ایشوا کونکی»  نومیږي خپریدا ته غبرګون کښې ولیکل د لیوني بولټن ډیر ستړی کونکی کتاب له دروغو او له دروغجنو کیسو ډک دی  .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې سره چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن یوبیوقوف ، ، غم راوړونکی او بد اخلاقه سړی دی چې یوازې د جنګ غوښتونکی وو ولیکل تر هغه ورځې پورې چې ما هغه له کاره لیرې کړ هغه زما په هکله ټولې ښې خبرې لیکلي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز په تیرې دوشنبې ورځ په سپینې ماڼۍ کښې په خبري کانفرنس کښې ویلي وو  په داسې بڼه کښې چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن خپل کتاب خپور کړي نو د قانون خلاف ورزۍ به یې کړي وي .

د جان بولټن کتاب چې د خپریدا په حال کښې دی د اوکراین ګیټ د جنجال او دغه راز له نورو هیوادونو سره د سپینې ماڼۍ د پردې شاته اقدامات ایشوا کړي .

د جان بولټن د کتاب د خپریدا د موضوع په ایشوا کیدا سره سپینې ماڼۍ په تیره بیا ولسمشر ټرمپ نیغ په نیغه د دغه کتاب د خپریدا د مخنیوي هڅه پیل کړي ده 

ټاکل شوي ده دغه کتاب د جون د میاشتې په درویشتمه نیټه خپور شي .

د چین پوځ هندوستان ته خبرداری ورکړ

د چین د لویدیځ په جنګي سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ ویاند جنرال جانګ شیولي د یوې بیانیې په صادرولو سره د لداخ په (ګالوان دره) سیمه کښې د چین او هندوستان د سرحدي ځواکونو د نښتې په هکله نوې ډیلي ته خبرداری ورکړ چې راپارونکي اقدامات بند کړي.

هغه څرګنده کړه: د ګالوان درّې واکمني تل د چین په لاس کښې ده او د هندوستان سرحدي ځواکونو د چین او هند د پوځي قومندانانو په مذاکراتو کښې د ترلاسه شوې موافقه او د دواړو هیوادونو د سرحدي موافقې ژمنې ماتې کړې دي او د دواړو هیوادونو د پوځونو او ولسونو اړیکو ته یې سخت تاوان رسولې دی.

جوان

د اسلامی ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی له ایټمی اژانس سره ملګرتیا ته دوام ورکو ، د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم وایی د ایران پرضد د بایکاتو نو مخالف یو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ شمالی کوریا پرضد بایکاَټونه تمدید کړل .

میکسیکو ، هند ، ایرلینډ او ناروې د ملګرو ملتو د امنیت شورا نوی غړی انتخاب شول .

عراق د دغه هیواد په شمال د ترکیې هوایی حمله وغندله .

د امریکا سی این این چینل په یوه تحلیلی راپور کی لیکلی دی ، د ټرمپ د بیا غوره کیدا چانس یوازې شل فیصده دې .

د چین په بیجنګ کې د کرونا ویروس د زیاتیدا له امله لس سیمې قرنطینه شوې .

د یمن روغتیا وزارت په ملګرو ملتو نیوکه وکړه . د یمن د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د تیري ګر سعودي ائتلاف په بریدونو کښې له ۷ زره او ۷۳۰ زیات ماشومان وژل شوي او زخمي شوي دي او دوه نیم میلیونه نور هم له سختې خوارځوکۍ او د خوړو له کمي سره مخامخ شوې دي خو ملګرو ملتو دغه ائتلاف د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه وباسه.