اروپائي ټرائيکا ایران ته د وعظ اونصحیت کولوپه حدکې نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90876-اروپائي_ټرائيکا_ایران_ته_د_وعظ_اونصحیت_کولوپه_حدکې_نه_ده
د امریکا د نظر دجلبولو په خاطر انګلستان ،فرانسې او جرمني د ایران اسلامی جمهوریت له آژانس سره په نه ملګرتیا تورن کړی ، چې په تر ټولو لوړه سویه ئې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژآنس سره ملګرتیا کړې ، چې په دغې ښې ملګرتیا دغه نړیوال اورګان هم پخپلو تیرو درستو د پنځلسو راپورونو کې پرې اعتراف هم کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2020 02:01 Asia/Kabul
  • اروپائي ټرائيکا ایران ته د وعظ اونصحیت کولوپه حدکې نه ده

د امریکا د نظر دجلبولو په خاطر انګلستان ،فرانسې او جرمني د ایران اسلامی جمهوریت له آژانس سره په نه ملګرتیا تورن کړی ، چې په تر ټولو لوړه سویه ئې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژآنس سره ملګرتیا کړې ، چې په دغې ښې ملګرتیا دغه نړیوال اورګان هم پخپلو تیرو درستو د پنځلسو راپورونو کې پرې اعتراف هم کړی دی .

فارس خبری اژانس راپور  ورکړ  د اسلامی ایران  خارجه وزیر بیګا پخپل ټولنیز پيغام کې د  امریکا له ایراني ضد اقداماتو سره د جرمنیانو فرانسویانو او انګریزانو  په ملګرتیا سختې نیوکې کړي  دي .

 جواد ظریف د  درو  اروپائي هیوادونو یااروپائي ټرائيکا  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د  خپلو ژمنتیاؤ  په ترسره کیدا کې د دوي  پر بې وسۍ  په سختو نیوکو سره ،     دوي د امریکا د ولسمشر  او د صهیونیسټ رژيم ملګري بللي  او ټينګار ئې کړی دی ،  اروپائي ټرائيکا په هغه ځائيګي کې  نه ده چې   ایران ته وعظ او نصیحت وکړي .  اوباید پخپلو ژمنو دې عمل ته غاړه کیږدي .

د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آ ژانس  واکمنې شورا  پرون  د انګلستان ،فرانسې او جرمني په دباؤنو سره  دایران په ضد سیاسی پریکړه لیک تصویب کړی دی .

 په دغه پریکړه لیک کې  د امریکا د نظر دجلبولو په خاطر  انګلستان ،فرانسې او جرمني  د ایران اسلامی جمهوریت له آژانس سره په نه ملګرتیا تورن کړی ، چې  په تر ټولو لوړه سویه ئې  د ایټمي انرژۍ  له نړیوال آژآنس سره  ملګرتیا کړې ،  چې  په دغې ښې ملګرتیا  دغه   نړیوال اورګان هم پخپلو تیرو درستو د پنځلسو  راپورونو  کې پرې اعتراف هم کړی دی .

Image Caption

 

له دې سره په یووخت  په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د چین استازي  بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د آژانس په واکمنې شورا کې  ددغه پریکړه لیک تصویبیدا بانندې خواشیني څرګنده کړې او  خبرداری ئې ورکړی ، چې دغه اقدام  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  اجرا له خطرې سره مخامخ کوي .

 همدرااز  په ویانا کې په د غو نړیوالو اورګانونو کې د روسیې  استازي میخائيل  اولیانوف  هم  دایران په ضد داروپائي ټرائيکا  پریکړه لیک سیاسی او ورانونکی   او بې اثره بللی دی .

Image Caption

 

اسلامی ایران  د ۲۰۱۹کال د مئ په اتمه نیټه له نړیوالې ایټمي موافقې  د امریکا په یو اړخیزې وتنې پسې  هڅه کړې ، ا یټمي موافقه ، پخپلو ژمنو  ددغې موافقې د  نورو لورو  دعمل کولو په شرط سره  وساتي ، خو  اروپائي لورو  هیڅکله  هم ددې نړیوالې موافقې  دساتلو لپاره  په ورکړل شوو ژمنو  عمل نه دی کړی  او هماغه راز خپلو کرغیړنو کړنو ته دوام ورکوي ، دا یران اسلامی  جمهوریت  هم په ډاګه اعلان کړی ،چې   دامریکا اواروپایانو  سرزرویو اوبدعهدیو په وړاندې هیڅکله هم نه تسلیمیږي ا و له خپلو ژمنتیاؤ  زیات  به هیڅ اقدام ته غاړه کې نږدي .

 همدرااز ایرنا خبری اژآنس   هم راپور ورکړی ، د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس  مشر رافائل  ګروسي  بیګا  په واکمنې شورا کې د  ایران په ضد دپریکړه لیک له تصویبیدا وروسته  دخبریالانو په ټول کې منلې ده چې دملګرتیاؤ  دوام  دیران په ایټمي موضوع کې یوازینې حل لاره ده  او  له ایران سره  له کار  او ملګرتیا پرته بله هیڅ  لاره نشته .

Image Caption

 

 ګروسي   د ایران او آژانس د ملګرتیا دکمیدا د ا حتمال په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې  وئیلي دي ، دغه کړچار به  د آ ژانس کار  له لارې ونه غړوي .   هغه همداراز  دملګروملتو امنیت شورا ته د ایران د دوسیې د وړاندې  کیدا داحتمال په باب هم وئيلي ، که  له یوه بل سره ملګرتیاوکړائ شو ،نو دغه شان اقدام ته هیڅ ضرورت نشته .  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  مشر  د پرونۍ راي ګیرۍ په باب هم وئيلي ، مونږ تل  هغې فیصلې ته ترجیح ورکوو چې  د نظر  اجماع پکې وي .  په دغې  راي ګیرۍ کې   چین او روسیې د  ایران په ضد  پریکړه لیک ته منفي  او نورو  اوو هیوادونو هم سپينه راي  ورکړې ده .

 داپه داسې حال کې دي چې   په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی  ایران استازي کاظم غریب آبادي   په واکمنې شورا کې د  ایران په ضد دپریکړه لیک  د تصویبیدو په غبرګون کې   روښانه کړې ده ،  اسلامی ایران د آژانس د واکمنې شورا راپور په بشپړ ډول  ردوي  او  ددې په غبرګون کې به  مناسب او   جدي اقدام غوره کړي.

Image Caption

 

وروستي را پورونه ښئ  چې  د فرانسې ، جرمني او انګلستان  خارجه وزیرانو بیګا ناوخته  دیوې  ګډې اعلامیې په خپرولو سره  په ښکاره  دملګروملتو  په امنیت شورا کې  د ایران په ضد دوسلو د بندیزونو د تمدیدولو  ښکاره ملاتړ کړی  او ددې خبرې په کولو سره ئې چې  ډير زر به  تر ۲۰۱۳کال پورې    ایران  ته دتوغندوي ټيکنالوجۍ  او  دودو وسلو  د صادراتو په باب د اروپا  دبندیزونو  د تمدید غوښتنه وکړي ،وئیلي دي  په دې زمینې  کې   له روسیې  او چین او ه مدرااز د امنیت شورا له نورو غړو سره  په خبرواترو پسې  دي .

 ا نګلستان ، فرانسې او جرمن ي  په دغې اعلامیې کې  همداراز په دې ادعا سره  چې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابند دي ، مدعي شوي  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو لپاره  به هیڅ هڅه ونه سپموي .