امیرعبداللهیان: ځینې اروپايي هیوادونه، د امریکا اصلي ټهیکداران دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90877-امیرعبداللهیان_ځینې_اروپايي_هیوادونه_د_امریکا_اصلي_ټهیکداران_دي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د ایټمي انرژی د نړیوال آژانس په شورا کښې د ایران په خلاف د پریکړې تصویب ته په اشارې سره وویل: ځینې اروپایي هیوادونه د امریکې اصلي ټهیکداران دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان: ځینې اروپايي هیوادونه، د امریکا اصلي ټهیکداران دي

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د ایټمي انرژی د نړیوال آژانس په شورا کښې د ایران په خلاف د پریکړې تصویب ته په اشارې سره وویل: ځینې اروپایي هیوادونه د امریکې اصلي ټهیکداران دي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیرعبداللهیان وویل: انګلیس، فرانس او جرمني اروپایي هیوادونه باید له ایراني ولس بښنه وغواړي چې دوي د امریکې د یو اړخیزه بندیزونو او د دغه هیواد له برجام څخه وتلو په مقابل کښې د مخنیوي لپاره کوم رول نه دی لوبولی او دوي په بې عمله او بیکاره خبرو راضي شوې دي.
امیر عبداللهیان زیاته کړه: د ایټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کښې د دریو هیوادونو د ایران په خلاف اقدام یو ځلې بیا په نښه کړه چې د امریکې او اروپا په عمل کښې توپیر نشته ځکه چې ځینې اروپایي هیوادونه د امریکې اصلي ټهیکداران دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال ټینګار وکړ: تهران هیله لري تر څو اروپا به د امریکې د سپکاوونکي چلند په مقابل کښې رغنده چلند وکړي.
د ایټمي انرژۍ د نړیوال سازمان شورا د جمعې په ورځ د ځینو هیوادونو لکه روس او چین له مخالفت کولو وروستو بیا هم د ایران په خلاف د اروپايي سیاسي پریکړې(انګلیس، فرانس او جرمني) ته مثبت رای ورکړه.