د حضرت معصومه س نیکمرغه زوکړه دې مبارک وي
زمونږ خبریال وايي نن د سه شنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون د میاشتې درویشتمه (۲۳) او د څوارلس سوه یوڅلویښتم (۱۴۴۱) هجري قمري کال د ذي القعدې د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم (۷) امام حضرت موسی بن جعفر علیه السلام د ګرانې لور حضرت بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .
حضرت فاطمه معصومه س چې د یوسل درې اویایم (۱۷۳) هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په لومړۍ (۱) نیټه په مدینې ښار کښې وزیږیده د فضائیلو بیلګه وه .
په اسلامي ایران کښې د حضرت فاطمه معصومه س د زوکړې ورځ د لور ورځ نومول شوي ده .
د اهل بیت د عصمت او د طهارت علیه السلام د کورنۍ د غړي حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په ایران کښې خوشحالۍ ده .
د ایران خلکو په تیرو کلونو کښې د تهران په جنوب کښې په قم سپیڅلي ښار کښې د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها په سپیڅلي حرم او نورو مذهبي ځایونو کښې په شتون سره په دغه ورځ جشن ترسره کاوه خو روان کال د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د کورنۍ مشرانو د خپلو لوڼو لپاره د ډالیو په اخیستلو سره د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د زوکړې د ورځې په مناسبت جشن جوړ کړ .
له نن څخه چې د حضرت معصومه سلام الله علیه د زوکړې کلیزه ده د جولاۍ د میاشتې تر دریمې (۳) نیټې پورې چې د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت رضا علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري د کرامت لسیزه نومول شوي ده .
د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د کلیزې د رارسیدا په مناسبت د اهل بیت عصمت او طهارت علیه السلام ټولو مینه والو ته مبارکي وايي .