اروپا د امریکا په لوبتکې بدله شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90990-اروپا_د_امریکا_په_لوبتکې_بدله_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر امیر البحر علي شمخانی وویل اروپا له اټومي تړون په وتلو کښې د دوو (۲) نالایقه لیونیانو جان بولټن او ټرمپ په ګډ اقدام سترګې پټې کړې او د ایران پرضد د پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د هغوې لوبتکه شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 23:34 Asia/Kabul
  • اروپا د امریکا په لوبتکې بدله شوي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر امیر البحر علي شمخانی وویل اروپا له اټومي تړون په وتلو کښې د دوو (۲) نالایقه لیونیانو جان بولټن او ټرمپ په ګډ اقدام سترګې پټې کړې او د ایران پرضد د پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د هغوې لوبتکه شوه .

هغه پرون وویل د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل کتاب کښې ولسمشر ټرمپ یو(۱) احمق او په شیبو کښې د مزاج بدلیدونکی بللی دی او ټرمپ هم په مقابل کښې جان بولټن یو(۱) نالایق احمق او بې وقوف سړی  بللی دی .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا په تیرې جمعې ورځ د ایران په هکله د انګلستان د فرانسې او د جرمني لخوا وړاندې شوی پریکړه لیک تصویب کړ .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دغه پریکړه لیک کښې  د چین او د روسیې له جدي مخالفت سره سره له ایران څخه غواړي چې اټومي اژانس ته د دوو(۲) ځایونو د کتلو اسانتیا برابره کړي او په کامل ډول له دغه اژانس سره ملګرتیا وکړي .

له ایران څخه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس دغه نادوده غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د دغه پریکړه لیک اطلاعات او سندونه جعلي دي چې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ د عملیاتو له لارې لاس ته راغلي دي .