د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پمپئو ادعا ته ځواب ورکړ
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا د تهران پرضد د وسلو د بایکاټونو د ختمیدا په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو وروستۍ ادعا ته په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې له پیغور څخه ډک ځواب ورکړ .
جواد ظریف د امریکا د خارجه وزیر پمپئو ادعا ته په غبرګون کښې وویل مایک پمپئو دومره د دنیا خلکو ته د دوکې له ورکولو ناهیلی شوی دی چي ادعا کوي د اکتوبر د میاشتې په رارسیدا سره ایران جنګي الوتکې اخلي او بیا به دغه الوتکې نورو هیوادونو ته واستوي .
د ایران خارجه جواد ظریف وویل احتمالا د امریکا خارجه وزیر پمپئو کولای شي توضیح ورکړي الوتکې به د پیټرولو له ختمیدا وروسته څرنګه ایران ته بیرته ورستنې شي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو د نندرې په دوام کښې ادعا کړي وه د تهران پرضد د وسلو د بندیزونو په ختمیدا سره اروپا او اسیا به د ایران په شیشت کښې وي .
د ایران پرضد د ملګروملتونو د وسلو د بایکاټونو د لغو کیدا د نیټې په نږدې کیدا سره چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک یوه(۱) برخه ده امریکا د دغو بندیزونو د ختمیدا د مخه د نیولو لپاره خپلې هڅې دوه(۲) برابره کړي دي .
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی دی امریکا نشي کولای د ملګروملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه د ایران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو لپاره استفاده وکړي .