امریکا امنیت شوراد صیهونیسټ رژیم د جنایتونو پرضدناکاره کړی ده
په داسې حال کی چی د فلسطین نیواک د لودیځې اسیا د کړکیچ اصلی علت دې ، د اسراییلو رژیم به د فلسطین له نیواکی سیمې د مشخصو برخو د الحاق د طرحې په اجرا سره د خپلو جنایتونو او ځپنو د دوام نوې سپرکې پرانیزی .
د ایرنا له راپور سره سم په ملګرو ملتو کې د ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی د ملګرو ملتو د امنیت شورا په هغه غونډه کی چی د فلسطین په موضوع ترسره شوه ، زیاته کړه په داسې حال کی چی د فلسطین نیواک د لودیځې اسیا د کړکیچ اصلی علت دې ، د اسراییلو رژیم به د فلسطین له نیواکی سیمې د مشخصو برخو د الحاق د طرحې په اجرا سره د خپلو جنایتونو او ځپنو د دوام نوې سپرکې پرانیزی .
تخت روانچی په دوام کی وویل داسې سیاست به د لویدیځې اسیا وضعیت داسې خراب او پیچلې کړی چی د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې لپاره به پراخې پایلې ولري .