ایران د امریکا خوځښتونو ته غبرګون وښود
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي په امنیت شورا کې د امریکا د چارواکو د تهران ضد سلامشورو زیاتیدا ته په غبرګون کې د ایران پرضد د وسلو د بندیزونو د غځولو په هکله په دغه شورا کې د یوشان نظر په نشتون ټینګار وکړ .
هغه وویل امریکا ولې خپلو زیات غوښتنو ته د امنیت شورا د غړیو د غبرګون په هکله څه نه وايي ؟
په ملګروملتونو کې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي وویل شاید د امریکا د چپتیا دلیل دا وي چې د امنیت شورا غړي په کامل ډول د اټومي تړون د اجرا غوښتونکي دي .
د امنیت شورا په غونډې کښې چې د دودیزو پوځي تجهیزاتو د اخیستلو او د خرڅولو بایکاټ ته د اړونده مادې د تمدیدولو لپاره د امریکا یو ډول سلامشوره وه چین او روسیې په کلکه له اټومي تړون څخه د امریکا په وتلو او د دغه مادې د تمدیدولو په وړاندیز نیوکه وکړه او اروپا هم د سپینې ماڼۍ د تمې وړ ملګرتیا ونه ښودله .