په تهران کې د چنگاښ میاشتې په اوومه د تروریستي برید کلیزه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91072-په_تهران_کې_د_چنگاښ_میاشتې_په_اوومه_د_تروریستي_برید_کلیزه
نن د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې اومه او د دوه زره شلم۲۰۲۰ کال د جون اویشتمه نیټه ده چې په تهران کښې د اسلامي جمهوریت ګونډ په مخکې دفتر د تروریستي برید له څلویښتمې کلیزې سره سمون لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2020 08:24 Asia/Kabul
  • په تهران کې د چنگاښ میاشتې په اوومه د تروریستي برید کلیزه

نن د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې اومه او د دوه زره شلم۲۰۲۰ کال د جون اویشتمه نیټه ده چې په تهران کښې د اسلامي جمهوریت ګونډ په مخکې دفتر د تروریستي برید له څلویښتمې کلیزې سره سمون لري.

د ۱۹۸۱کال د جون ۲۷ یعني د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په اومه په تهران کښې د اسلامي جمهوریت ګوند د غونډې په تالار کښې د بم د چاودنې له امله، آیت الله محمد حسیني بهشتي د ایران د سترې محکمې مشر سره د دوه اویا(۷۲) سیاسي او مذهبي شخصیتونو(چې پکې څلور وزیران، دولس مرستیال وزیران او شاوخوا دیرش د مجلس غړې شامل و) د منافیقینو ترهګري ډلې لخوا شهید شول.
د چنګاښ په اومه دغه تروریستي عمل، په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په لومړیو کلونو کښې د منافیقینو ترهګرې ډلې لخوا د ترهګرۍ دا یو اقدام و چې ټیک یوه ورځ وروستو یې د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله خامنه اي د وژنې هڅه د تهران په ابوذر جومات کښې وکړه. 
په ایران کښې ۱۹۸۷او ۱۹۸۱ کال تروریستي بریدونه د امریکې په ملاتړ شوې و چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپارښتنه، یوه اونۍ د امریکا د بشري حقونو د افشا کولو لپاره ټاکل شوې ده.