امریکا د قانون تابع هیوادونو ته سزا ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91131-امریکا_د_قانون_تابع_هیوادونو_ته_سزا_ورکوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا امریکا د نړۍ هغه هیواد وباله چې خپله یې د ایټمي موافقې خلاف ورزي کړې خو د قانون تابع هیوادونو ته سزا ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • امریکا د قانون تابع هیوادونو ته سزا ورکوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا امریکا د نړۍ هغه هیواد وباله چې خپله یې د ایټمي موافقې خلاف ورزي کړې خو د قانون تابع هیوادونو ته سزا ورکوي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر باندې د ایټمي موافقې(برجام) په مسئله کښې د امریکې زوروینو او بدماشیو ته په اشارې سره ولیکل: امریکې نه یوازې خپله د برجام خلاف ورزي کړې بلکې نور هیوادونه هم په زوره دغه شان کار ته مجبوري.

هغه زیاته کړه: امریکا د ملګرو ملتو په تاریخ کښې په هغه وړومبني هیواد د بدلیدو شرم هم په غاړه لري چې د قانون تابع هیوادونه د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د خلاف ورزۍ نه کولو په وجه سزا کوي.

د ټرمپ حکومت له ایران سره د ۵+۱ ډلې د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره په یوطرفه توګه له هغې ووته او له دغه غیرقانوني کار وروسته یې نړیواله ټولنه د دغې موافقې د ساتنې لپاره د هلوځلو او د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک باندې د پابندۍ په وجه څوڅو وارې ګواښلې ده.

د امریکې د اوسني حکومت دغه اقدام له پراخو کورنیو او نړیوالو غندنو سره مخامخ شوی دی.