امریکا دې د سردشت د کیمیاوي بمبارۍ زخمیانو ته ځواب ورکړي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: امریکا او انډیوالان یې چې د عراق د بعث رژیم له مینځه تللي ډیکټاټور صدام ته یې کیمیاوي وسلې ورکړې، باید د دغه کار ځواب ورکړي.
د عراق بعث رژیم د ۱۹۸۷ کال د جون په اتویشتمه نیټه د ایران په شمال لویدیځ کښې په سردشت نومې سرحدي ښار باندې کیمیاوي بمباري وکړه چې په دغې حملې کښې ۱۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او له اتو زرو زیات زخمي شوي وو.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په خپل ټویټر کښې د ایران په سردشت ښار باندې د کیمیايي بمباریو په لړ کښې د امریکې د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په حکومت کښې د ملي امنیت د صلاحکار زبیګنیف برژینسکي Zbigniew Brzezinski د څرګندونو د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل: په سردشت کښې د صدام رژيم له جنایته ۳۳ کاله وروسته هم دغه زخم تراوسه نه دی ښه شوې.
تخت روانچي زیاته کړه چې د دغې حملې زخمیان تراوسه رنځیږي په تیره بیا هغه کسان چې اوس په کرونا ناروغۍ هم اخته شوې دي.
په دې وروستیو کښې د ایران خارجه وزارت هم په سردشت باندې د کیمیاوي بمبارۍ غمیزې ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د ایران ایران خلک به د کیمیاوي وسلو په دغې بوږنونکې حملې کښې د صدام له رژيمه د امریکې او اروپا ملاتړ او ورسره ملګرتیا هیڅکله هیره نه کړي.