د امریکا هڅه د امنیت شورا پرضد ده
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي ټینګار وکړ د تهران پرضد د وسله والو بایکاټونو د تمدیدولو لپاره د امریکا هڅه د ملګروملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک او له اټومي تړون سره په کامل ډول تضاد کښې ده .
هغه نن د امریکا د ګواښونو په مقابل کښې په مقاومت او د اټومي تړون د اجرا لپاره د نړیوالې ټولنې په هڅې باندې ټينګار سره وویل د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک د هیوادونو د نړیوالو ژمنو برخه دی .
تخت روانچي د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا د وروستي حالت په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره اټکل وکړ د امنیت شورا ننۍ غونډه هم بیا د امریکا د څنګ ته کیدا سبب شي .
د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا د وروستي حالت په هکله د ملګروملتونو د مشر په نهم (۹) راپور باندې د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه د اینټرنیټ له لارې ترسره کیږي .