له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول ستراتیژیکه تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91187-له_اسرائیلو_سره_د_اړیکو_عادي_کول_ستراتیژیکه_تیروتنه_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) مشر محمد باقر قالیباف وویل د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو هڅه ستراتیژیکه غلطۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول ستراتیژیکه تیروتنه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) مشر محمد باقر قالیباف وویل د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو هڅه ستراتیژیکه غلطۍ ده .

محمد باقر قالیباف پرون د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطینیانو مقاومت او د حماس غورځنګ د مجاهدانو زړورتیاوې وستایلې او په صهیونیسټي دښمن باندې یې د بریالیتوب او د مقاومت په دوام کښې د فلسطیني ډلو د مشرانو رول مهم وباله .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وویل د وخت تیریدا ثابته کړي ده چې صهیونیسټان یوازې مقاومت پیژندي او له هغوې سره ساز باز کول به هیڅ نتیجه ورنکړي .

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د خلکو ملاتړی دی او مونږ باوري یوو د فلسطین د مبارزانو زړورتیاوې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو لپاره د صهیونیسټانو وروستۍ ماجرا غوښتنه او د پیړۍ د معاملې په شان د پلانونو د تحقق خنډ دي .

د فلسطین د حماس غوځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم وویل د فلسطین خلک او حماس غورځنګ به له نیواکې ټاټوبو د صهیونیسټانو تر وتلو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړي .

هغه له اسرائیلو سره د سیمې د ځینو عربو د اړیکو د عادي کولو هڅه وغندله .