د امریکا غلط سیاستونه به اټومي تړون له مینځه یوسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91219-د_امریکا_غلط_سیاستونه_به_اټومي_تړون_له_مینځه_یوسي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازي د تهران پرضد د امریکا او د اروپاي هیوادونو غلطو سیاستونو ته په اشارې سره وویل دغه اقدامات به نه یوازې دایران مخه نیونکي نه وي بلکې بې شکه د اټومي تړون د دړې وړې کیدا سبب به شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2020 12:14 Asia/Kabul
  • د امریکا غلط سیاستونه به اټومي تړون له مینځه یوسي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازي د تهران پرضد د امریکا او د اروپاي هیوادونو غلطو سیاستونو ته په اشارې سره وویل دغه اقدامات به نه یوازې دایران مخه نیونکي نه وي بلکې بې شکه د اټومي تړون د دړې وړې کیدا سبب به شي .

هغه په دې خبرې سره چې دایران اسلامي جمهوریت به د پردیو زور ویونکو په وړاندې تسلیم نشي ټینګار وکړ د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو د بندولو لپاره د دریو (۳) اروپايي هیوادونو چې په سر کښې یې امریکا ده ناسمو او یواړخیزه سیاستونو تل اپوټه نتیجه ورکړي ده او تهران په کلکې ارادې سره د خپلې اټومي ټیکنالوژۍ پراختیا ته دوام ورکړی دی .

خرازي په دې خبرې سره چې د اروپايي هیوادونو غلط سیاستونه د ایران لپاره د زغم وړ نه دي وویل ایران نن د دې جوګه دی چې په زیات شمیر سره خپل قدرتمن سانټري فیوژونه جوړ او  هغه  چلو کړي او په لنډ وخت کښې د مقابل لوري د ژمنو نه اجرا کیدا ته په غبرګون کښې د خپل تولید قدرت نوي زره (۹۰۰۰۰) سو(SU) ته ورسوي .