ټرائيکا جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ژمنه ده
(last modified Sun, 05 Jul 2020 09:29:45 GMT )
Jul 05, 2020 13:59 Asia/Kabul
  • ټرائيکا جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ژمنه ده

د ایران خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غږملونکي او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل ته په یوه لیک کې یو ځل بیا د اروپائي هیوادونو د نه ژمنتیا موردونه د حل لپاره ګډ کمیشن ته وړاندې کړي دي . چې د اروپایانو غبرګون ئې راپارولی دی .

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړی ،د جرمني خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د امریکا او اروپائي ټرائيکا  بدعهدیو ته له اشارې پرته مدعي شوی ، فرانسه ،جرمني ،او انګلستان  د نړیوالې ایټمی موافقې ساتلو ته  ژمن دي او په دې باب ئې له ایران سره  خپلې خبرې اترې پیل کړي دي .

 په دغې اعلامیې کې ادعا شوې  د درو اروپائي هیوادونو په توګه  ټرائيکاد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په تیره بیا  له استثنا پرته دبندیزونو دختمولو په وړاندې  خپلې ژمنې ترسره کړي دي  او  د ایټمي نړیوالې موافقې  دساتلو لپاره  او  له ایران سره د روا تجارت  د ساتنې لپاره   حتی  له خپلو ژمنتیاؤ  ورآخوا د اړیکو د ساتلو لپاره   ئې پخپلو هڅو کې عمل کړی دی .

  د جرمني  خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې  وئيلي دي ، اروپائي ټرائيکا  له ایران  سره او د نړ یوالې ایټمي موافقې نورو لورو سره  د  یوه حقیقت پال  کړچار په  اساس  خبرې اترې پیل کړي دي .

داپه  داسې حال کې  دي چې د ایران خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  غږملونکي او د اروپائي  اتحادئې دبهرني سیاست  مسئول جوزف بورل ته په یوه لیک کې یو ځل بیا د اروپائي هیوادونو د نه ژمنتیا موردونه  د حل لپاره ګډکمیشن ته وړاندې کړي دي .چې د اروپایانو غبرګون ئې راپارولی دی .