د سردار سلیماني ټرور د امریکا د حکومتي ترهګرۍ بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91399-د_سردار_سلیماني_ټرور_د_امریکا_د_حکومتي_ترهګرۍ_بیلګه_ده
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د سردار سلیماني ټرور د امریکا د حکومتي ترهګرۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل دغه جنایتکاره اقدام د امریکا د حکومت د نړیوال مسولیت سبب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني ټرور د امریکا د حکومتي ترهګرۍ بیلګه ده

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د سردار سلیماني ټرور د امریکا د حکومتي ترهګرۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل دغه جنایتکاره اقدام د امریکا د حکومت د نړیوال مسولیت سبب دی .

هغه پرون د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش او د امنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې دې ته په اشارې سره چې دغه ترهګر اقدام د امریکا د ولسمشر ترمپ نیغ په نیغه حکم ترسره شو ټینګار وکړ د واشنګټن دغه کار د حکومتي ترهګرۍ ښکاره نښه او یو(۱) جنایتکاره اقدام دی او د نړیوالو حقوقو د اساسي اصولو په تیره بیا د ملګروملتونو په منشور کښې د بیان شویو اصولو ستره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي او د امریکا د نړیوال مسولیت سبب ده .

مجید تخت روانچي دغه راز ټینګار وکړ د امریکا دغه له ماجرا ډک او غیر قانوني اقدام له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د واشنګټن پوچه ادعا ښکاره کوي .

هغه زیاته کړه په حقیقت کښې امریکا له هغو هیوادونو سره د جنګ په حال کښې ده کوم چې له ترهګرو سره مبارزه کوي .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د برید جنرال قاسم سلیماني د ټرور د توجیه لپاره د امریکا د چارواکو د بې بنسټه دلیلونو په پریکنده توګه ردولو او په ترټولو سختې لهجې سره د دغه ناوړه جنایت په غندلو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت دجایزې دفاع د ذاتي حق په کارولو کښې د ضروري اقداماتو د ترسره کولو لپاره تر نړیوالو حقوقو لاندې خپل حق محفوظ ګني .

هغه ټینګار وکړ د ملګروملتونو امنیت شورا باید په خپل مسولیت عمل وکړي او په  نړیوال امنیت او سولې باندې د امریکا د خطرناکې او د پوځي بلا غوښتنې ناوړه پایلو ته په پام سره دغه غیر قانوني جنایتکاره اقدام وغندي .