ایران د یوکراین د مسافري الوتکې څيړنیزراپورخپور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91435-ایران_د_یوکراین_د_مسافري_الوتکې_څيړنیزراپورخپور_کړ
د اوکراین د هوائي شرکت یوه مسافري الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د تهران د امام خمیني هوائي ډګر په شاوخوا کې نسکوره شوي وه ، چې له امله ئې د عملې پشمول یو سل اوه شپیته مسافران وژل شوي وو .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 13, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • ایران د یوکراین د مسافري الوتکې څيړنیزراپورخپور کړ

د اوکراین د هوائي شرکت یوه مسافري الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د تهران د امام خمیني هوائي ډګر په شاوخوا کې نسکوره شوي وه ، چې له امله ئې د عملې پشمول یو سل اوه شپیته مسافران وژل شوي وو .

زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران د   هوائي الوتونو ادارې پرون  د اوکرانی دمسافري الوتکې د نسکوریدا دپښې  د ارزونې څيړنیز راپور  خپور کړ .

 د  اوکراین د هوائي شرکت  یوه مسافري الوتکه د  جنورۍ په اتمه نیټه د تهران د  امام خمیني هوائي ډګر په شاوخوا کې  نسکوره شوي وه ، چې  له امله ئې د عملې پشمول یو سل اوه شپیته مسافران وژل شوي وو .

 د ایران د   هوائي  الوتونو ادارې  پرون  په یوه راپور کې  په الوتکې په تیروتنې سره د توغندي  د ویشتل کیدا د  اغیزشیندونکو کړیو  پيژندنې ته په اشارې سره  وئيلي دي دپيښو کړۍ ، د  انساني تیروتنې په ستر رول سره  د کړه ایزو پيښو د رامینځةکیدا ښودنه  کوی .

دغه راپور په دې په ټينګار سره چې د توغندي د ویشتل کیدا په وخت کې  د الوتکې دحرکت لاره  او دهغې وضعیّت  عادی ؤ  زیاته کړې ،د توغندوي سسټم کارونکي د خپل سسټم دبیرته منظمونې په هیریدا کې  او دلومړنۍ تیروتنې باندې بیا تیروتنه کړې ، چې په نهایت کې په تیروتنې سره د مسافري الوتکې په شیشت کې د راوستو لامل شوې ده .

 دایران د  هوائي الوتونو ادارې  دې ته په اشارې سره چې   د تورې بکسې د اطلاعاتو له ارزونې سره په یووخت  ممکنه ده ، په پيښې کې ځيني نوره نوي کړۍ هم وپيژندل شي یادونه کړې ،  دغه راپور د اوسنیو څيړنو په اساس برابر شوی او د بشپړ  ا طلاعاتو  له غونډولو وروسته به  نهائي شي .

 په نړیوالو چارو او حقوقو کې د ایران د خارجه وزیر مرستیال محسن بهاروند په همداورووستیو کې د اوکراینی الوتکې د تورې بکسې یا بلیک باکس د ارزونې په باب  د وروستیو اجرا شوو اقداماتو په باب وئیلی دی  دغه بلیک باکس  د ایران د   الوتنې د ادارې یوه ټيم  په وسیله فرانسې ته منتقل شوی او ددغې بکسې د اطلاعاتو دترلاسه کولو کار به د جولائي په شلمه نیټه پيل شي.