چین له ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار لري
Jul 14, 2020 03:37 Asia/Kabul
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې میرمن هوآ چونینګ پرون په خپلې ورځنۍ خبري غونډې کښې د ایران او چین د ۲۵ کلنو ګډو سټراټیجکو ملګرتیاؤ په پروګرام پورې د اړوندو خبرونو په غبرګون کښې وویل: بیجنګ د ایران په شمول له ټولو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ته اهمیت ورکوي.
د چین د خارجه وزارت ویاندې ایران د چین یو دوست هیواد وباله او ويې ویل: تهران او بیجنګ خپلو ملګرتیاؤ او مبادلاتو ته پراختیا ورکوي.
ټیګونه