اسلامي ایران د بین الافغاني خبرو اترو بشپړه ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91518-اسلامي_ایران_د_بین_الافغاني_خبرو_اترو_بشپړه_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزیر مرستیال سید عباس عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په کتنې کښې وویل ایران په افغانستان کښې د سولې د بهیر او د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2020 06:37 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د بین الافغاني خبرو اترو بشپړه ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزیر مرستیال سید عباس عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په کتنې کښې وویل ایران په افغانستان کښې د سولې د بهیر او د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي چې د افغانستان  او د خپل هیواد د ستراتیژیکو ملګرتیاو د جامع سند د متن د نهايي کیدا او د موافقو د تعقیبولو په هدف سره د یوه (۱) پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی بیګا د افغانستان د خارجه وزارت له سر پرست حنیف اتمر سره په کتنې کښې هیله وکړه زر تر زره د افغانستان د حکومت په هدایت او مالکیت سره د سولې بهیر او خبرې اترې پیل شي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي له څلویښت (۴۰) کاله جنګونو وروسته د افغانستان د خلکو د بریاو په تیره بیا د اساسي قانون او د سولې د  خبرو اترو په وخت په دغه هیواد کښې د رامینځته شویو ولسواکه جوړښتونو ساتل د اهمیت وړ وبلل او له افغانستان سره ګډو ګټو او اندیښنو  او په دې هکله د ګاونډیو هیوادونو د اسانتیا د رامینځته کونکي رول ته په پام سره د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان له حکومت سره د مرستې لپاره د ایران د  اسلامي جمهوریت په چمتووالي ټینګار وکړ .

د افغانستان  او د ایران د چارواکو په دغه کتنې کښې په افغانستان د سولې د بهیر او د کورونا ناروغۍ له کبله د رامینځته شویو مشکلاتو په شمول په نړیوالو او سیمه ییزو مشکلاتو او مسائیلو او دغه راز د مرکزي اسیا د ټرانزیټي لارو او د چابهار بندر په هکله د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه اقتصادي ملګرتیاو په هکله  غور وشو .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست حنیف اتمر دغه راز دغه راز د لارې د نقشې او د ملګرتیاو د جامع سند د نهايي کیدا لپاره د مهال ویش د  ټاکلو په هکله موافقه وکړه .