ایران د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ دمینځګړیتوب لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91559-ایران_د_آذربایجان_جمهوریت_او_ارمنستان_ترمینځ_دمینځګړیتوب_لپاره_تیار_دی
په همداوروستیو شپو ورځو کې د آ ذربایجان جمهوریت او ارمنستان د پوځي ځواکونو ترمینځ په سرحدي سیمې تاووز کې په وروستیو نښتو کې د دواړو لورو یو شمیر پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او حالات ورڅخه ترینګلي شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 03:26 Asia/Kabul
  • ایران د  آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ دمینځګړیتوب لپاره تیار دی

په همداوروستیو شپو ورځو کې د آ ذربایجان جمهوریت او ارمنستان د پوځي ځواکونو ترمینځ په سرحدي سیمې تاووز کې په وروستیو نښتو کې د دواړو لورو یو شمیر پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او حالات ورڅخه ترینګلي شوي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړد اسلامی ایرانخارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته د آذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایراموف سره په ټيلیفوني تماس کې هغه د خارجه وزارت په څوکۍ د منصوبیدا په اړه په مبارکۍ وئيلو سره په همداوروستیو کې د آذري او ارمني ځواکونو ترمینځ  په وروستیو نښتو کې د دواړو هیوادونو د پوځیانو په مرګ ژوبلو خواشیني ښودلې او ددغو نښتو دپاي او د روغې جوړې په اړه ئې ورسره خبرې کړي دي.

 جواد ظریف  د تهران او باکو ترمینځ  د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا په ټينګار سره وئيلي دي ،اسلامي ایران  د آذربایجان جمهوریت او ارمتستان ترمینځ د  تاؤتریخوالي دکمولو او منیځګړیتوب   لپاره  تیار دی .

 په همداوروستیو  شپو ورځو کې  د آ ذربایجان جمهوریت او ارمنستان د پوځي ځواکونو ترمینځ  په سرحدي سیمې تاووز کې  په وروستیو نښتو کې  د دواړو لورو یو شمیر پوځيانو ته  مرګ ژوبله اوښتې او حالات ورڅخه ترینګلي شوي دي . دا شخړه د قره باغ سیمې  د مالکیّت په سر له تیرو څو لسیزو  راهسې روانه ده چې  دامریکا ، فرانسې او روسیې په مینځګړیتوب سره  ئې تر دې هیڅ لاره  نه ده موندل شوې .