د ایران او د چین ملګرتیا له امریکا سره مقابله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91565-د_ایران_او_د_چین_ملګرتیا_له_امریکا_سره_مقابله_کوي
مهر خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي ټینګار وکړ د چین او د ایران د ملګرتیا جامع پروګرام د امریکا له یواړخیز پالنې سره مقابله کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 07:08 Asia/Kabul
  • د ایران او د چین ملګرتیا له امریکا سره مقابله کوي

مهر خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي ټینګار وکړ د چین او د ایران د ملګرتیا جامع پروګرام د امریکا له یواړخیز پالنې سره مقابله کوي .

هغه د ایران او د چین د ملګرتیا د جامع پروګرام په هکله د دښمنانانو رسندوي یرغل ته په اشارې سره وویل د تهران او د پیکینګ د ملګرتیا له پروګرام سره د امریکا او د هغې د متحدانو مخالفت د دې ښودنه کوي چې د ایران او د افغانستان  اوږدمهاله ملګرتیا د دواړو لورو په ګټه ده او دغه یوه(۱) سمه او له پوهې ډکه فیصله ده .

غریب اباد په دې خبرې سره چې ایران د امریکا رژيم تر ټولو سختو ظالمانه او غیرقانوني بایکاټونو لاندی دی وویل طبیعي خبره ده په دا ډول شرایطو کښې امریکا او د هغې پلویان خپله ټوله ناوړه هڅه وکړي چې په خپل ګمان ایران په اقتصادي تنګسې کښې ورولي او له نورو هیوادونو سره د تهران د تجارتي او د اقتصادي اړیکو د پراخیدا مخه ونیسي .