د کورونا واکسین د تولید په زمینه کښې د ایران ګامونه :-
په ایران کښې د کورونا ویروس پرضد د واکسین د جوړولو لپاره بیلا بیلې تحقیقاتي ډلې په فعالیت بوختې دي او دوې په دې زمینه کښې هیله ورکونکي پرمختګونه هم کړي دي .
د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي پرون په یوې (۱) مرکې کښې د دغه خبر په اعلانولو سره هیله وکړه چې په نږدې راتلونکي کښې په دې هکله خلکو ته د خوشحالۍ خبرونه اعلان کړي .
هغه دغه راز د کورونا ویروس پرضد د درملو د جوړولو لپاره د اوه پنځوسو (۵۷) تحقیقاتي ډلو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل د ایران دغه پوهان او سائینس پوهان په ډیرو درملو باندې کار کوي چې په نتیجو یې په یوې (۱) علمي کمیټۍ کښې غور کیږي او هیله شته چې زر وکولای شو د ایران د محققانو جوړ شوی واکسین په انسان باندې وزمویل شي .
د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (World Health Organization) د راپور پراساس په نړۍ کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له څوارلس(۱۴) میلیونو څخه وراوښتی دی او دغه راز شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) کسان ترې مړه شوي هم دي .
په ایران کښې هم په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو دوه لکه اویا زرو (۲۷۰۰۰۰) کسانو ته رسیدلی او له بده مرغه کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .
له کورونا وژونکي ناروغۍ سره د مقابلې په بهیر کښې دوه (۲) ستر بحثونه شته :
لومړۍ (۱) بحث د کورونا ویروس له زیاتیدا سره د مقابلې څرنګوالی دی چې په دغه ناروغۍ د کسانو د ککړیدا د شمیر په کمیدا کښې ډیر مهم رول لري .
د ایران طبي عمله توانیدلي ده په یوه (۱) ستر جهادي کار سره د کورونا ویروس د دوهمې (۲) څپې له پیلیدا سره سره د دغه ویروس د خپریدا بهیر کنټرول کړي .
په دې ډول چې له پرون څخه په هوايي ډګرونو کښې د روغتیا او د سلامتیا د موردونو او ګرافونو زیاتیدا ته په پام سره د ایران له فضا څخه د خارجي هیوادونو د الوتکو د شرکتونو الوتونه عادي حالت ته ورستانه شوي دي .
دوهم (۲) بحث د کورونا ناروغۍ په درملنه کښې د چټکتیا لپاره هڅه ده .
په دې زمینه کښې د ایران مهم ګام په هیواد کښې د علمي او د طبي حرکت د ودې ښودنه کوي .
دغه حرکت له هغو مشکلاتو سره سره چې کورونا ویروس رامینځته کړ په چټکۍ سره د هیواد په علمي ټولنه کښې پیل شوی .
له دغه حرکت سره په څنګ کښې د کورونا ویروس پرضد د واکسین د جوړولو په هکله له تحقیق او د هغه له ازمویلو سره سره نور مهم تحقیقاتي او علمي کارونه هم پیل شوي دي چې په ښه ډول د پرمختګ په حال کښې دي .
د ایران د روغتیا د وزیر سعید نمکي څرګندونې همدغه خبره تائیدوي .
حاضردمه د ایران محققان په کورونا ویروس د ککړو کسانو په درملنه کښې د اغیز شیندونکو درملو او واکسین د ازمویلو په حال کښې دي .
ښکاره خبره ده چې په دې زمینه کښې د تحقیقاتو نتیجې له نورو هیوادونو سره هم شریکې کیږي .
که چیرې په دوې کښې یوه(۱) روده او یا درمل اغیز شیندونکي ووسي د ایران له کورونا ویروس سره د مقابلې د عملې کمیټۍ په تائید سره به هغه د درملو پروټوکول ته ورداخل شي .
په نړیوالو تحقیقاتو کښې هم ایران د یوه(۱) فعال هیواد په توګه شتون لري او په ډیرو تحقیقاتي موردونو او نتیجو کښې په پراخ ډول ګډون هم لري .
دغه بهیرونه د دې ښودنه کوي چې ایران د کورونا ویروس د تحقیقاتو په څرخې کښې په دقت سره د معتبرو علمي تحقیقاتو او د فرضیو د ازمویلو په حال کښې دی .
په ایران کښې محققان په نویو طبي او درملیزو رودو سره د کورونا ویروس د له مینځه وړلو لپاره د حل لارو د لټولو هڅه کوي او هماغه ډول چې د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ویلي دي ایران له پینځو (۵) سترو هیوادونو سره یوځاې چې د کورونا ویروس په هکله په کار بوخت دي مخ ته روان دی او له هغوې څخه یو(۱) قدم هم شاته نه دی .