د اسلامی ایران دپوځ جنګي چمتووالی آزمیښت ته اړتیا نه لري
سردار صباحي فرد وئيلي دي ،ددفاعي قدرت ساتل ، ددښمن څارل ، په موقعې دخبرداریو ورکول او د دښمن له هرډول اقدام سره کلک او جدي چلند کول ، دایران د هوافضا دفاعي سسټم په وسیله ددباعي قدرت درامینځةکیدا لامل شوي دي .
د اسلامی ایران دپوځ د هوافضا ځواک قوماندان سردار علی رضا صباحي فرد پرون د هیواد په مرکز کې د خُنداب دهوافضا دفاعي غونډ د لیدو په وخت وئيلي دي دښمنان ښه پوهیږي ، چې دایران داسلامی جمهوریت د وسلوال ځواک پوځي تیارسی د امتحان ورکولو ضرورت نه ویني .
سردار صباحي فرد وئيلي دي ،ددفاعي قدرت ساتل ، ددښمن څارل ، په موقعې دخبرداریو ورکول او د دښمن له هرډول اقدام سره کلک او جدي چلند کول ، دایران د هوافضا دفاعي سسټم په وسیله ددباعي قدرت درامینځةکیدا لامل شوي دي .
سردار تورن جنرال صباحي فرد په دغو دستورو کې ددغه یونټ په دغه اندازه د تجهیزاتو او دفاعي سسټمونو دعملیاتي وضعیّټ په ارزونې سره خوښي ښودلې او د پوځي چمتووالي د ساتنې او لوړتیا په باب ئې لازمې لارښونې کړي دي .