علي شمخاني: امريکه دې د ډېر سخت انتقام په طمه اوسي
Jul 23, 2020 05:13 Asia/Kabul
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر دې ته په اشارې سره چې د ايران او عراق ملتونه د مقاومت د شهيدانو د وينې انتقام اخېستونکي دي د امريکې ولسمشر ته په خطاب سره تاکيد وکړ، امريکه دې د ډېر سخت انتقام په طمه اوسي.
علي شمخاني پرون په خپل يو ټوئيټ کښې د جنرل قاسم سلېماني او ابومهدي المهندس د قتلولو په جنايت کښې د امريکې د فوځ په رول باندې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف ته په اشاراې سره وليکل: ايران او عراق دواړه ملتونه د دغو شهيدانو د وينې انتقام اخېستونکي دي او تر څو چې يې ذمه واران سزا نه کړي په آرام به کښې نني.
ټیګونه